افغانستان

د اندړو له سقوط وروسته د غزني د بیا سقوط اندېښنې پیاوړې شوې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۳تلې، ۱۳۹۷ل): په غزني کې مرکز ته د نږدې ولسوالۍ اندړو سقوط، د غزني د بیا سقوط اندېښنې پیاوړې کړې دي.

پرون د اندړو ولسوالۍ مرکزي ودانۍ، امنیه قومندانۍ، ور څېرمه کنډک او ټولې پوستې طالب سرتېرو ونیولې.

د غزني چارواکو ومنله، خو دعوه يې وکړه چې د دوی ځواکونه له جګړې پرته پنځه کیلومتره د چهاردېوال خواته په شا شوي دي.

د غزني اوسېدونکي وايي ښار د محاصرې شکل خپل کړی او اندېښنې شته چې بیا به سقوط شي.

د غزني د والي ویاند عارف نوري پرون رسنیو ته وویل چې طالب سرتېرو همدا نیت کړی و، خو په وینا يې دوی په اندړو او اب بند کې ځپلي او د هغوی پلان يې ګډوډ کړی دی.

غزني اګسټ میاشت کې طالبانو سقوط ته نږدې کړ، چې له څو محدودو ودانیو پرته يې په ټول ښار تر يوې اوونۍ پورې ولکه ټینګه کړه.

طالبانو په داسې حال کې د غزني اندړ ولسوالۍ سقوط کړې، چې وړمه ورځ يې د پکتیکا خوشامند ولسوالي هم ونیوله.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد د اندړو ولسوالۍ په اړه لیکلي: «دا هغه ولسوالۍ وه چې د امریکايانو لخوا په کې د اربکيانو په نامه تخم وکرل شو او د ساتلو لپاره يې له لسو زرو ډير عسکر، اربکیان او پولیس وژل شوي وو.»

د غزني – پکتیکا او غزني – پکتیا لويې لارې د طالبانو په واک کې دي او د غزني – کندهار لویه لاره يې قره باغ ولسوالۍ کې تر خپل واک لاندې راوستي، په دې لاره ټول تېرېدونکي موټر په دې ولسوالۍ کې د طالبانو د واک ساحې ته ور ګرځي او له هغه ځایه وروسته بېرته پاخه سړک ته وځي.

تازه طالبانو پخپله رسمي پاڼه ولیکل، چې د اب بند ولسوالۍ امنیه قومنداني يې ونیوله ۱۸ عسکرو ته يې مرګ‌ژوبله اړولې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x