افغانستان

اشرف غني د يو پلاوي په مشرۍ پروان ولايت ته ورسېد

نن ټکی اسیا(دوشنبه، ۲۳ تله، ۱۳۹۷ ل): د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن سهار د يو لوړ رتبه پلاوي په مشرۍ پروان ولايت ته ورسېد.

د ولسمشرۍ ماڼۍ وياند هارون چخانسوري وايي چې محمد اشرف غني د يو لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ ددې ولايت له چارواکو سره د ليدو په موخه پروان ولايت ته ورسېد.

هاروان چخانسوري وايي چې ولسمشر به په دغه سفر کې ددې ولايت له ملکي او نظامي مسؤلينو سربيره قومي مشرانو، د پوهنتونونو استادانو، ځوانانو او سوداګروو سره وګوري.

ويل شوي دي چې ولسمشر اشرف غني به په دې سفر کې د باريک اب د صنعتي پارک او د جبل السراج- نجراب د لومړي سرک پرانيسته هم وکړي، ددې ترڅنګ به ددې ولايت د بيا رغونې چارې هم له نژدې څخه وګوري.

د يادونې وړ ده چې ولسمشر اشرف غني ځينې ولايتونو ته سفرونه کوي او له مسئولينو سره ګوري او هم د ولايتونو د بيارغونې په اړه وعدې کوي.

تردې وړاندې ولسمشر بلخ ولايت ته سفر کړی و او شاوخوا درې مياشتې وړاندې يې ننګرهار ولايت ته د سفر پر مهال ويلي وو چې په دې ولايت کې به په دوه کلونو ۶ زره بابه ښوونځي جوړ کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x