ټاکنې – د پروان نوماندان؛ ځينې نوماندان د درغلۍ لپاره نا امني جوړوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۳تلې، ۱۳۹۷ل): په پروان کې د ولسي جرګې ځينې نوماندان وايي چې ځينې نور نوماندان د درغلۍ لپاره په لوی لاس نا امني جوړوي.

د عبدالظاهر سالنګي په نوم د ولسي جرګې یو نوماند خبرې غونډې ته وویل، سازمان شوې لاسوهنې ته نیت دی او یو شمېر متخصصین د درغلۍ په برخه کې د ټاکنو د بهیر بدلون ته نیت لري.

د محمداګل مجاهد په نوم بل تن نوماند وویل، ځينې نوماندان له دولتي امکاناتو ګټه اخلي او دولتي ادارې يې تر شا ولاړې دي، دوی د سیالو نوماندانو پلویان حتی له دندو لرې کوي او ګواښي يي.

وړاندې تر دې حکومت ټينګار کړی و، چې دوی په ټاکنیزه پروسه کې هیڅ مداخله نه لري.

د پروان والي فضل الدین عیار وايي که دوی ته مستند شواهد په ګوتو ورشي، نو دولتي کارکوونکي به سمدستې له دندو وشړي.

دا په داسې حال کې دی چې تېره اوونۍ تخار کې د یوې نوماندې پر کمپاین غونډې چاودنه کې ۱۴ تنه ووژل شول او نږدې ۵۰ نور ټپیان شول.

ټاکل شوې د ولسي جرګې ټاکنې راتلونکې شنبه ترسره شي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د