fbpx
ارشیف

غزني؛ طالبانو د ابند ولسوالۍ امنیه قومنداني ونیوله

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۳تلې، ۱۳۹۷ل): غزني کې د اندړو ولسوالۍ له سقوط وروسته طالبانو د اب بند امنیه قومنداني نیولې.

طالبان وايي سرتېروه يې تېره نیمه شپه د یادې ولسوالۍ پر امنیه قومندانۍ او اړونده پوستو بریدونه وکړل، چې اوس يې واک له دوی سره دی.

خبرپاڼه زیاتوي: «د الخندق بریمنو عملیاتو په لړ کې تيره شپه ۱۲ بجې د غزني ولایت، اب بند ولسولۍ په امنيه قومنداني او ۳ امنيتي پوستو تندریز بریدونه ترسره شول. د مجاهدينو لخوا د دغو پراخو تعرضي بریدونه په ترڅ کې د اب بند امنيه قومنداني او دفاعي پوسته په ټوليزه توګه فتحه شول.»

د سرچینې په حواله دې جګړه کې ۱۱ عسکر وژل شوي او اوه نور ټپیان دي.

طالبان وايي دې جګړه کې را ګیرو عسکرو ته د مرستې په تمه را روان ځواکونه هم د دوی د سرتېرو له کمین سره مخ شوي او درانه تلفات يې لیدلي دي.

تر اوسه د غزني چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.

طالبانو پرون اندړ ولسوالۍ هم بشپړه ونیوله، چې له څو میاشتو راهیسې يې په محاصره کې وه.

غزني اګسټ میاشت کې طالبانو سقوط ته نږدې کړ، چې له څو محدودو ودانیو پرته يې په ټول ښار تر يوې اوونۍ پورې ولکه ټینګه کړه، اوس يې مدني فعالان د بیا سقوط اندېښنه ښکاره کوي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
2 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

الحمدلله ثم الحمدلله يو وخت و چي د اسلام د سولي سپين بيرغ چي په مباركه كليمه نازول شوى و، يو يو را شكته كيدى أو پر زاى يي د يرغلگرو كفارو رنگارنگ بيرغونه پورته كيدل، د مومنانو د زرو يو الله(ج) خبر و چي سومره زوريدل أو زهيريدل أو برعكس كفارو أو منافقو ملگرو يي خوشحالي، چك چكي أو اتنونه ورته كول . نن بيا همهغه د يرغلگرو أو منافقينو بيرغونه يو يو راشكته كيژي أو داسلام د مباركي كليمي بيرغونه پورته كيژي أو په ناز أو خوند رپيژي، نن د كفارو أو منافقينو سرونه تيت دي أو له… نور لوستل »

لونګ
میلمه
لونګ

جمیل صیب: دا خلک چه ته پری ناریږی (طالبان) مجاهدین ندی. زمونږ پیامبر (ص) وایی: مومن هغه ده چه بل مومن یی د ژبی او د لاس له شره در امان وی. ته به په کوم آرامه او امن ځکی ژوند کوی، خو ولس هر ورځ وژل کیږی هم د امریکایان له لاسه او هم د دغو طالبانو له لاسه. دوی به هم پدی دنیا او هم په آخرت کی ذلیه وی ځکه چه د الله (ج) سریع احکام یی نقض کړی او عمل یی پری ندی کړی. ۵۹ آیه سورت انفال. دوی باید خپل وسایل درلودای او په ټول… نور لوستل »

zadran
میلمه
zadran

جمیل صاحب .دولتی بیرغ باندی هم کلمه ،منبر،جومات دی،دکفر بیرغ نه دی،خپله تبصری لیکلو ته لږ فکر کاوه.دومره بی سواده خو هم نه یی چه په بیرغ کلمه نشی لوستلی.کنه لندن کی د سترګو ښه ډاکتران شته،که هغه نه وی .انګریزان به دچینایی سترګی درته ولګوی،