افغانستان

ناټو په ټاکنیزه پروسه کې د «نه مداخلې» دعوه کوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۳تلې، ۱۳۹۷ل): په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ په نوم د ناټو ماموریت وايي دوی په ټاکنیزه پروسه کې هیڅ ډول رول نه لري.

د دې ماموریت ویاند کانت پېتر خبري رسنیو ته وویل، ټاکنیزه پروسه د افغانانو ده او دوی به پکې هیڅ ډول رول ونه لري.

هغه وویل، ټینګار کوي چې دوی به د افغانانو په دې «ډيموکراټیکه» پروسه کې مداخله نه کوي.

په ورته وخت کې د ټاکنو کمیسیون مسؤلین وايي چې د کورنیو او بهرنیو ناظرینو لپاره تر دوه سوه زره ډېر کارتونه ویشلي دي.

بهرنیان د مشاورینو په ډول نولس تنه په ټاکنیز کمیسیون کې لري.

دا په داسې حال کې دی چې وړمه ورځ د حزب اسلامي – حکمتیار؛ مشر ګلبدین حکمتیار وویل چې ټاکنو کې بریا او ناکامي د سفارتونو کار دی.

هغه وویل شفافیت امکان نه لري او د ولس رایي هیڅ ارزښت نه لري، ټاکنو کې ټول واک د بهرنیو هېوادونو د سفارتونو دی.

څو ورځې وړاندې دادرس مدنې ټولنې هم په یوه سروې کې یوازې پلازمېنه کابل کې وویل چې شپېته سلنه خلک پر ټاکنیزه پروسه باور نه لري او څلوېښت سلنه نور اندېښمن دي.

ټاکل شوې راتلونکې ټاکنې پر را روانه شنبه ترسره شي، چې ځینو سرچینو يې د ځنډ خبر هم ورکړی دی، خو ټاکنو کمیسیون وايي وبه نه ځنډېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x