ورزش

کابل: رزمي لوبغاړی احمد ولي هوتک په چاقوګانو وهل شوی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۳تلې، ۱۳۹۷ل): کابل کې د رزمي لوبو افغان لوبغاړی احمد ولي هوتک په چاقوګانو وهل شوی او روغتون ته وړل شوی دی.
 
احمد ولي هوتک تېره شپه د بګرامۍ ولسوالۍ حسین خېلو کې د ناپېژاندو کسانو تر برید لاندې راغی.
 
د هغه رسنیز مسؤل سمیع الله پام وايي، لومړی د هوتک پر موټر د تفنګچې ډزې وشوې، چې موټر يې چپه شو، وروسته پرې بریدګرو برید وکړ او په چاقوګانو يې ټپي کړ.
 
پام وايي د هغه روغتيايي وضعیت د ډاډ وړ دی او اوس په ایمرجنسي روغتون کې تر درملنې دی.
 
په ورته وخت کې د رزمي لوبو بل لوبغاړي بازمحمد مبارز پر احمد ولي هوتک برید غندلی او پر حکومت يې غږ کړی چې خوندیتوب ته يې پام وکړي.
 
سمیع الله پام وايي هوتک له چا سره شخصي دښمني نه درلوده او په وینا يې بریدګر د وطن دښمنان دي.
 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x