fbpx

شاه سلمان: له ترکيې سره د ښو اړیکو غوښتونکي يو

نن ټکی اسیا(دوشنبه، ۲۳ تله، ۱۳۹۷ ل): د سعودي پاچا سلمان بن عبدالعزيز د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوګان سره د ټيليفوني اړيکې پر مهال ‏ويلي، چې هېواد يې د نادرکه شوي سعودي خبريال جمال خاشقجي په قضيه کې له ترکيې سره په ګډه همکاري کوي او دغه قضيه به د ګډو همکاريو ‏او پلټنو په مرسته حل کړي.‏
د سعودي العربيه ټلويزيون د شاهي ماڼۍ د مطبوعاتي ادارې په حواله ليکلي، پاچا سلمان د ترکيې ولسمشر ته وويل، چې له ورور ترکيې هېواد سره ‏ښې اړيکې غواړي او زياته کړې يې ده، چې د ترکيې او سعودي اړيکې هېڅ پېښېدونکې پېښې نه شي کمزورې کولی.‏
سعودي پاچا په داسې حال کې له ترکيې سره د ښو اړيکو غوښتنه کړې، چې نږدې دوه اوونۍ وړاندې سعودي خبريال جمال خاشقجي د ترکيې په ‏استنبول ښار کې د سعودي قونسلګرۍ ته له ورتلو وروسته نادرکه شوی او تر اوسه يې د مرګ ژوند په اړه درک نشته.‏
د ترکيې ولسمشر او نورو چارواکو ويلي، چې سعودي بايد ترکيې ته دا ثابته کړي، چې خاشقجي له قونسلګرۍ وتلی. د ترکيې ځينې امنيتي سرچينې ‏وايي، داسې ويډيويي او غږيز اسناد يې موندلي، چې خاشقجي د سعودي په قونسلګرۍ کې وژل شوی، خو سعودي دغه تورونه ردوي او بې بنسټه يې ‏بولي.‏
د خاشقجي د قضيې له امله سعودي تر سختو ډيپلوماټيکو فشارونو لاندې دی او امريکا هم ورته ګواښ کړی، که د خاشقجي په قتل کې يې لاس ‏ثابت شي، سخته سزا به ورکړي.‏

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د