fbpx

شهید زهیره! زیری مې درباندې . . .

حسان شلګری

یادونه: په لوړ انځور کې چې درته ښکاري  شهید مولوي ذبیح الله زهیر دی، نوموړی د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ د مرکز میري اوسیدونکی و، زهیر په علمي لحاظ نابغه او له نور المدارس نه په دوهم نمبر فارغ شوی و، په تقوا، خوش اخلاقۍ او دیانت کې هم کمساری انسان و. څو کاله وړاندې د غزني په اندړو ولسوالۍ کې د اربکیانو له پیدا کیدو وروسته ذبیح الله زهیر خپل کلی پريښود، او د ګیرو ولسوالۍ د شیلې په کلي کې یې امامت کاوه، خو د شلګر اربکیانو د خدای تعالی دغه صالح بنده هلته هم په آرام پرينښود، د ۲۰۱۲ میلادي کال د نومبر په اتلسمه چې مولوي ذبیح الله زهیر خپلو کلیوالو ته دسهار جماعت ورکاوه، د شلګر اربکیان یې په مسجد ورننوتل، هغه یي د لمانځه په حال کې تر وهلو ډبولو لاندې ونیو، وروسته یې زولانه کړ او سرتور یې له مسجده ویوست، شیبه وروسته د وحشت استازو د خدای دغه سپیڅلی او پرهیز ګار بنده د خپل مسجد سره په مرمیو غلبیل او یوازې د مسلمانۍ او دیانت په جرم په شهادت ورساوه، لوړ انځور د شهید زهیر له شهادت څو شیبې وړاندې اخیستل شوی چې نوموړی سرتور سر د وحشي اربکیانو په وړاندې په کې ښکاري. نن چې مې د غزني د شلګر ولسوالۍ دفتحې او د اربکیزم د بوټي د ختلو خبر تر سترګو شو، نو شهید زهیر مې نیغ سترګو ته ودرېد، دلته مې له نوموړي سره د زړه خواله کړي او د نوموړي یاد مې پاللی دی.

شهید زهیره! سلام مې ومنه، خبر به نه یې چې ستا د قاتلانو او د پيټراییس د زامنو پاڅون خیلو په میله د میراتې ډول وغربېد، خبر به نه یې چې ستا د کتاب او مدرسې ملګرو، طالب غازیانو د شلګر ولسوالي په مکمل ډول د صلیب له ګوډاګیانو خلاصه کړه، او د فتحې سپين بیرغ یې د میري پر بازار ورپاوه.

مبارک دي وي، له هر چا وړاندې دې تاته مبارک وي. چې سپيڅلې او معصومې وینې دې، یوازې د دیانت په جرم د شلګر په خاوره وبهول شوې. نن مې ځکه درباندې غږ وکړ چې شپږ کاله وړاندې، هغه له درد او دوکه ډکه ورځ مې اوس هم په یاد ده چې ستا د مظلومانه شهادت غږ را باندې وشو، او بیا مې ستا مظلومانه تصویر د وحشي اربکیانو د فیسبوک پر مخپاڼو ولید چې په ویاړ یې ستا د شهادت دعوه کوله.

رښتیا، هغه د پیټراییس زوذات څومره کمبخته او بدمرغه ول، چې هم یې دنیا برباد شوه او هم آخرت. هغه د حماقت په ټټو سپاره چرسیان، هغه د مور او پلار آزار وهلي لوچکان او هغه د د شیطان په دام کې لویدلي پاڅونیان څومره بدنصیبه وو چې  د سرو کافرو په وسله او پیسه یې د خپل کلي او ګاونډ د تر ټولو سپیڅلو انسانانو په وړاندې دښمني پيل کړه. ستا په شان په پاکو او سپيڅلو عالمانو یې د پنجابیت ټاپه ووهله، له محراب او سجدې یې راولاړ کړل او د مسلمانۍ په جرم یې چارماري کړل.

هغوی چې په تیرو کلونو کې بیا بیا د سپي په مرګ ووژل شول، هدیره پرې ډکې او پوستې یې په ډلییزو قبرو بدلې شوې. نه پوهیږم،  دغه مختوري به خدای ته په کوم مخ ورځي او ستا په معصومو وینو ککړ لاسونه به ورته څنګه سپینوي.

شهید زهیره!

نن دې د خیال په وزرو قبر ته درځم، د قبر شناخته دې ټکوم او زیری درکوم چې حق راغی او باطل سرکوب شو.

نن درباندې غږ کوم چې ستا په شان د زرګونو مؤمنانو تویې شوې وینې نه دې هدر شوي، ستاسو وینې زموږ ملت ته ازادي، سرلوړي او بریا وربښي. د باطل لښکر که ظاهرا هر څو له شور او دبدبې مالامال دي، خو نهایي فتحه دحق د پتنګانو ده. زموږ د دې مدعا نغد ثبوت همدا دشلګر ولسوالۍ تیر اته کلن سرګذشت دی. دلته امریکایان، دهغوی ګوډاګیان او ورپسې د پيترایس اربکیان په څومره شور او هیاهو سره راغلل. څنګه د وحشت میچنې یې وګرځولې. څومره مساجد یې خوار او بې امامه کړل. څومره مؤمنان یې د خپلو کورونو پريښودته اړ کړل. څومره مدرسې یې په پوستو بدلې کړې او په څومره کبر او غرور یې د دین او دیانت په وړاندې د پاڅون او بغاوت شعار پورته کړ.

خو پرون چې کله د شلګر له ولسوالۍ څخه ګوډاګیان او د اربکیزم پاتې شوني په مات اورمیږ او ټیټې سترګې د وتلو په حال کې وو، دې وضعیت موږ ته ویل چې باطل که هر څو مفخم او له شور ډک وي هم، نهایتا په شکست محکوم دی. نهایي فتحه بیا هم د حق د پیروانو ده، لکه شلګر چې یو ځل بیا، ځایي مؤمن اولس ته پاته او پرديپال اربکیان ترې مړه غوږونه ووتل.

شهید زهیره! ستا له فراقه راپیښ زخم مې ایله اوس ټکور شو. ځکه ستا قاتلان مې هغسې ذلیل ولیدل چې ما یې ارمان درلود. شهید زهیره اوس میری او ټول شلګر فتحه دی.  که ته د شهادت په سفرنه وای تللی کولای دې شوای چې له ګیرو څخه بیرته خپل کلي ته راشې. او په خپل کلي او جومات کې خپل رب ته د اطمینان سجدې کیږدې.

شهید زهیره! دشلګر فتحه دې مبارکه شه.

ستا د مسلمانۍ ورور

حسان شلګری

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
ګلاجان کوچی
میلمه
ګلاجان کوچی

حسان صاحب! السلام عليکم ورحمةالله وبرکاته. که ته شهيد ظهير ته د شلګر د فحتې زېری ورکوې زه یې هم درسره غبرګووم، خو زه بيا حسان شلګري ته د هغې سترې سوبې مبارکي ورکووم چې په خپل زورور قلماو معقول استدلال يې په تېرو څو کلونو کې د اربکيزم نظريه او فکري وجود داسې ډانډس کړ چې بيا به په تاريخ څوک د اربکي نوم په احترام ياد نه کړي. ناقراره سقيمانو او د هغوی ناولو خو د اربکيزم د کاميابولو لپاره خپلې تورسرې هم(اربکت)کړې خو بار یې تر منزله ونه رسېد. تاند دې وي ستا شوخ قلم او د… نور لوستل »