fbpx

د سولې شورا: د جګړې له پای ته رسېدو وروسته د بهرنيو پوځيانو د وتلو بحث کېدای شي

نن ټکی اسیا(دوشنبه، ۲۳ تله، ۱۳۹۷ ل): د سولې عالي شورا وايي، چې د بهرنيو پوځيانو د وتلو موضوع واک يوازې له طالبانو سره نه، بلکې دا د ټولو افغانانو حق دی، چې په دې اړه بحثونو کې ګډون وکړي.

د سولې عالي شورا مرستيال عطاءالرحمن سليم وايي، واشنګټن بايد له طالبانو سره د سولې خبرو کې د افغانستان ټيکاو او تلپاتې امنيت هم په نظر کې ونيسي.

سليم له طلوع نيوز سره په مرکه کې ويلي، چې د بهرنيو پوځيانو وتل وروسته تر هغه د بحث وړ کېدای شي، چې په هېواد کې جګړه پای ته رسېدلي وي او دغه موضع هم ملي بحث ته اړتيا لري.

د سولې شورا له تېرو څو کلونو راهيسې له طالبانو غوښتل،  چې د خبرو مېز ته حاضر شي، خو طالبانو ټينګار کاو، چې لومړی بايد د بهرنيو پوځيانو په وتلو او د روان اشغال په پای ته رسولو له امريکا سسره خبرې وکړي او بالاخره امريکا له طالبانو سره مخامخ خبرې پيل کړې.

د سولې شورا د مرستيال دغه څرګندونې په ظاهره د سولې له هڅو سره په ټکر کې ښکاري.

په عين کې د سياسي چارو ډېر کارپوهان په قطر کې د خليلزاد په مشرۍ د امريکايي پلاوي او طالبانو خبرو ته هيله من دي او د سولې لپاره يې ښه پيل بولي، خو ځينې کسان په دې باور دي، چې امریکايي پوځيان به هېڅکله له افغانستانه ولاړ نه شي.

د پخوانۍ شمال ټلوالې يوه غړي او د ملي امنيت پخواني رئيس امرالله صالح هم ويلي، که امریکا له طالبانو سره د خپلو پوځيانو په وتلو خبرو ته حاضره شي، دوی به يو ځل بيا د طالبانو پر  ضد جګړې لپاره غرونو ته وخيژی.

avatar
5 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
1 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالمالک همت
میلمه
عبدالمالک همت

توبه مي ده ! دلته په کابل کي د طالبانو او خليلزاد تر خبرو وروسته جواسيس او داړه ماران سخت وار خطا سوي دي او ډول ډول چپه او راسته اوتي بوتي يې پيل کړي دي. لکه چي اوس د دوی زړه ته ولوېده چي د دوی باداران ..نه کاږي او دوی پر ښوي ډاګ پرېږدي؟!

جميل
میلمه
جميل

اوهوواوه، دى خو اوس راويخ شو .
خورا مظلومانه مخ يي هم نيولى، چي پر مونژ رحم وكى اول زمونژ سرنوشت رامعلوم كى بيا ووزى.
هى بيچاره ته په زان نه يي خبر ، چي اوس خبر شوي، كه غوارى چي پاته شي ژر تَر ژره زان سپينوه أو تَر طالبانو زان رسوه ، يا ژر وزه چي بيا به وخت نوي، امريكايان هم تاسو غوندي نامرده دي چي يوازي مو پر ميدان د افغانانو قضاء ته پرينژدي .

غوربندي
میلمه
غوربندي

دا د سولې د شورا ناسړی غړي لا د وتلو او ایستلو په توپیر نه پوهیژي.

سیدزرغون شآ اغا
میلمه
سیدزرغون شآ اغا

داسړی یا ډېر احمق دی یا وارخطادی.

pattang
میلمه
pattang

داحمق زویه نور ملت کله واک لري په سر یې داړه ماران او جنایتکاران ناست دي ؛ هغوی ستا په شمول ملت په دالرو د خپلې خیټې لپاره خرڅ کړی اونور یې هم خر څه وي ! خوله دپټه ونیسه مردار خوره !!