fbpx

ایا دولتي ځواکونه ریښتیا د ټاکنو د خوندیتوب وړتیا لري؟!

نن ټکی اسیا سرلیکنه

د ګډ حکومت دفاعي او امنیتي چارواکو اعلان کړی دی چې دوئ د ټاکنو د خوندیتوب لپاره ۵۰ زره امنیتي ځواکونه ګمارلی او هغوی د دې وړتیا لري چې د بهرنیو ځواکونو له دخالت پرته د ټاکنیز بهیر امنیت وساتي.

تیره ورځ د غوڅ ماموریت په نوم د بهرنیو ځواکونو ویاند کانت پیتر هم د یوه مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې وویل چې دوی په ټاکنیزه پروسه کې رول نه لري د هغوی تحفظ به افغان ځواکونه کوي.

خو که په افغانستان کې د ټاکنیزې پروسې په اړه د شته واقعیتونو په تناظُر کې د حکومت د دفاعي او امنیتي چارواکو څرګندونې وارزول شي دا تري جوتیږي چې هغوی نه د ټاکنو امنیت ساتلی شي او نه هم د دې کار وړتیا لري.

ځکه د ټاکنیزو کمپاینونو له پیلیدو را هیسې مونږ عملا په هیواد کې د داسې خونړیو پیښو شاهدان یو چې له مخې یې د امنیتي چارواکو کړې ادعاوې ناسمې ثابتیږي.

د تلې د میاشتې په لسمه د ننګرهار په کامه ولسوالې کې د عبد الناصر مومند پر ټاکنیز کمپاین باندې له بریده نیولې په تخار ولایت کې د نظیفه بیګ پر کمپاین تر برید پوري د هیواد په بیلابیلو سیمو کې تر اوسه متعدد خونړي بریدونه شوې چې له امله یې په سلګونو خلګو ته مرګ ژوبله اوښتې.

همدا راز د ټاکنیزو کمپاینونو له شروع کیدو راهیسي لیدل کیږي چې دولتي ځواکونو د هیواد په بیلا بیلو برخو کې مجهز دولتي مراکز د طالبانو د بریدونو په ترڅ کې له لاسه ورکړي چې په پکتیا کې د خوشامند ولسوالۍ ، په غزني کې د اندړو ولسوالۍ ، په فراه کې د پشترود ولسوالې دوه مهم پوځي مرکزونه ، په کندوز کې د قرلق سیمي ستراتیژیک پوځي مرکز او … له لاسه ورکړل.

دا چې دولتي ځواکونه له خپلو ټولو پوځي احضاراتو سره سره په خپلو مستحکمو پوځي مراکزو کې د خپل ځان امنیت نشي ساتلای نو هغوی به د ټاکنیزو مراکزو امنیت څرنګه وساتلای شي؟

له بده مرغه امریکایان او د هغوی تحت الحمایه حکومت د امنیت ساتلو په شمول د خپلو هرډول کړنو ژمنې او ادعاوې یواځې په څرګندونو او یا هم د مطبوعاتو په مخ ولس ته ورکوي او په واقعي لحاظ یې د عملي کیدو نه توان لري او نه هم احساس د مسؤلیت.

څوک نشته چې له هغوي څخه د دوي د ادعاوو په اړه وپوښتي چې کوم خلګ چې ستاسي د ډاډ له امله په ټاکنیزو کمپاینونو کې د شرکت له امله وژل کیږي د هغوی جواب ګوي څوک دی ؟

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د