نړۍ

سي ان ان: سعودي د خاشقجي پر وژنه د اعتراف لپاره تياری کوي

نن ټکی اسیا(سه شنبه، ۲۴ تله، ۱۳۹۷ ل): سعوديان په داسې يوه اعترافي راپور کار کوي، چې ترکيې، امريکا او اروپايي هېوادونو ته ومني، چې جمال خاشقجي د تحقیق پر مهال د شکنجو له امله وژل شوی دی.

سي ان ان ټلويزون د دوو سرچينو له خولې ليکلي، چې سعودي چارواکي د خاشقجي د وژلو په اړه اعترف کولو ته چمتووالی نيسي او زياتوي، چې له هغه څخه د څېړنو طريقه غلطه وه او د هغه مستقيم وژونکي به مسؤول وبلل شي.

يوې بلې سرچينې هم ويلي، چې دغه اعترافي راپور لا هم بشپړ شوی نه دی او سعودي چارواکې اندېښنه لري، چې شونې ده، په ځينو حقايقو کې بدلون راشي.

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې کالم ليکونکی جمال خاشقجي د روان اکتوبر په دوهمه په استنبول کې د سعودي قونسلګرۍ ته تللی و، له هغه وخته يې د مرګ او ژوند درک نشته، د ترکيې امنيتي چارواکي وايي، چې هغه په قونسلګرۍ کې د يوې متخصصې وژونکې ډلې له لوري د شکنجو پر مهال وژل شوی او داسې غږيز او ويډيويي اسناد يې هم موندلي، چې د خاشجقي وژل ترې ثابتېږي، خو سعودي تر اوسه دغه تورونه رد کړي.

د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوګان او نورو چارواکو ويلي، چې سعودي بايد د خاشقجي په وژنه کې خپل لاس ردول ثابت کړي او تر اوسه يې د سعودي له لوري وړاندې شوي اسناد قانع کوونکي نه دي بللي.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ هم ګواښ کړی، که د خاشجقي په وژنه کې د سعودي لاس ثابت شي، دوی به سعودي ته سخته سزا ورکړي.

د سعودي شاهي ماڼۍ ته نږدې خبريالان وايي، چې د امريکا د ګواښونو او ممکنه بنديزونو پر وړاندې سعودي د بديل او غبرګون په لټه کې دی.

د العربيه ټلويزون مشر ترکي الدخيل وايي، که امريکا پر سعودي بنديزونه ولګوي، سعودي به يې پر وړاندې نړۍ ته د تېلو صادرات بند کړي، چې له امله به يې نړۍ کې د تېلو د يوه بېرل بيه له سلو تر دوو سوو ډالرو پورته شي، چې  اوس تر اتيا ډالرو پورې ده.

الدخيل همدارنګه زياتوي، چې سعودي به په شمال لويديځ تبوک سيمه کې روسانو ته د امريکا پر ضد پوځي اډه هم ورکړي. تبوک سيمه سوريې، فلسطين او اسرائيلو ته نږدې د ه، چې دا کار به تر ډېره امريکا ته د منلو او زغملو نه وي.

د سعودي حکومت سياسي مخالفين وايي، چې د چارواکو له لوري دغه ډول څرګندونې د دې معنا لري، چې خاشقجي د همدوی په امر وژل شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x