نړۍ

فرانسې کې د پېړۍ تر ټولو خطرناک سېلاب ۱۳ کسان وژلي

نن ټکی اسیا(سه شنبه، ۲۴ تله، ۱۳۹۷ ل): فرانسې کې د پېړۍ تر ټولو خونړی سېلاب راغلی، چې له امله يې تر اوسه ديارلس کسان مړه شوي، ګڼ شمېر خلک لا هم نادرکه دي، چې پلټنه يې  روانه ده.

په فرانسه کې له طبيعي پېښو سره د مبارزې اداره وايي، چې د سېلاب له امله ګڼې ودانۍ  او کورونه ويجاړ شوي دي، کرهنيزې ځمکې او د سيمې اوسېدونکي هم د بارانونو او سېلاب له امله زيانمنې شوي دي.

اغېزمنو سيمو ته مرستندويه ځواکونه رسېدلي او له باران وهلو سيمو څخه د بندو خلکو د راويستو لپاره کار کوي او تر اوسه يې  زرګونه کسان خوندي سيمو ته لېږدولي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x