fbpx

ترکیه: د سعودي په کونسلګرۍ کې د جمال خاشقجي د وژنې شواهد موندل شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۴ تله، ۱۳۹۷ ل): د ترکیې د لویې څارنوالۍ دفتر کې ځینو سرچینو وروسته تر هغه چې تېره شپه د سعودي په کونسلګرۍ کې پلټنې وکړې، د الجزیرې خبریال ته ویلي د سعودي لیکوال جمال خاشقجي د وژنې شواهد یې موندلي دي.

دوی ویلي چې که څه هم سعودي چارواکو پوره کوشش کړی چې د کونسلګرۍ په جرمي صحنه کې ټول اثار او دلیلونه له منځه یوسي، خو بیا هم داسي شواهد یې موندلي چې د جمال خاشقجي د وژنې راپورونه تصدیقوي.

تېره ورځ په استانبول کې د سعودي کونسلګرۍ ته تر ۲۰ زیات ترکي جنائي څیړونکي ننوتلې وه او د نهو ساعتونو لپاره یې په مسلسله توګه کونسلګرۍ معاینه کړه.

د کونسلګرۍ مخته د میشتو ژورنالیستانو په وینا د ترکي څیړونکي ورتګ څخه مخکې له تیرو دوه اونیو راهیسي د سعودي څخه راغلي چارواکي هڅه کوي چې هلته دننه ټول شواهد له منځه یوسي، دوی تېره ورځ په زیاته کچه ځمکه پاکوونکي صابونونه، شامپوګانې او نور مواد کونسلګرۍ ته ننویستلي وه او ځیني داسي راپورونه هم خپاره شوي چې د کونسلګرۍ دننه ځیني دیوالونه له سره رنګ شوي دي.

باید وویل شي چې تېره شپه د سي ان ان تلویزون د خپلو سرچینو په حواله خبر ورکړ چې د سعودي حکومت اوس پر یوه مسوده کار کوي چې په هغې کې به د خاشجقي په قتل اعتراف کیږي، او داسي به ویل کیږي چې هغه په غلطۍ د تحقیقاتو پر مهال وژل شوی او دا چي د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان په دې ټول جریان ناخبره وو.

دا خبر هغه راپورونه هم تاییدوي چې د سعودي رسنیو خپاره کړي او ویلي يې دي چې حکومت هغه کسان د تحقیقاتو لپاره را بللي دي چې د کونسلګرۍ ته د خاشقجي د ننوتلو پر مهال هلته موجود وه.

په ورته وخت کې د امریکا ولسمشر ټرمپ هم رسنیو ته وویل چې د سعودي د باچا ملک سلمان سره یې تلیفوني خبره وکړه او هغه ورته چورلټ انکار وکړ چې په دې موضوع هیڅ خبر نه دی.

ټرمپ وویل چې ملک سلمان د خبرو څخه څرګندېده چې جمال خاشجقي به ځینو مجرمینو وژلی وي.

د جمال خاشقجي د وژنې پيښې د سعودي لپاره نړیوال سرخوږی جوړ کړی، په لومړۍ ورځ چې د نوموړي د وژنې راپورونه خپاره شوه، سعودي حکومت او کونسلګرۍ اعلان وکړ چې خاشقجي له کونسلګرۍ څخه تر خپل کار خلاصولو وروسته وتلی دی.

کله چې د ترکیې حکومت د ثبوت غوښتنه وکړه، دوی وویل چې زمونږ د کامرې ثبتول نه کوي. وروسته ولیعهد محمد بن سلمان د یوه غربي تلویزون سره په مرکه کې وویل چې مونږ هیڅ هم نه پټوو، جمال خاشجقي له کونسلګرۍ څخه وتلی دی او ترکانو ته به اجازه ورکړي تر څو هلته خپل تحقیقات وکړي. د سعودي کونسلګرۍ په لومړیو ورځو کې د رویټرز خبري اژانس یو خبریال هم ننویستلی وو او هلته یې د کونسلګرۍ ځیني برخې ورښکاره کړې، خو په ویډیو کې د کونسل وارخطائي ټولې نړۍ محسوس کړه.

خو څو ورځې وروسته د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر وویل چې سعودي تر اوسه هم ددوی جنائي محقیقینو ته اجازه نه ده ورکړې چې کونسلګرۍ ته د معاینې لپاره ننوځي.

اوس لویه مطرح پوښتنه داده چې د جمال خاشجقي جسد چیرته دی؟ ځیني راپورونه وايي چې هغه ۱۵ کسان چې په دوه الوتکو کې کونسلګرۍ ته راغلي وه، د خاشقجي جسد یې په اره باندي ټوټه کړی، هغه یې له ځانه سره وړی او یا یې هم د کونسل په کور کې خښ کړی دی.

د ترکیې چارواکي لا نه دي توانیدلي چې د کونسل د کور دننه څیړنو اجازه تر لاسه کړي.

د یادونې وړ ده چې تېره شپه د ټرمپ او ملک سلمان تر منځ د تلیفوني خبرو وروسته ټرمپ خپل د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو سعودي ته په چټکه توګه لیږلی او ګمان کیږي چې هلته به دواړه اړخونه دغې پيښې ته یو داسي رنګ ورکوي چې په کښي د سعودي باچا او ولیعهد محمد بن سلمان د ښکېلتیا نفي وشي. ټاکل شوې چې پامپیو به تر سعودي وروسته ترکیې ته هم سفر وکړي.

د رسنیو، حقوق بشر ټولنو، د امریکا په کانګریس کې د سناتورانو په شمول نړیوالو مبصرینو د خاشجقي د پيښې له پيله تر اوسه د سعودي حکومت چلند او د هغوی له لوري وړاندي شوي معلومات غیر قانع کوونکي بللي دي او د اعتراف هڅه یې هم وار له مخکې ناکامه بللې چې سعودي يې د وړاندي کولو لپاره چمتوالی نیسي، دوی ټینګار کوي چې د نوموړي په وژنه کې محمد بن سلمان په مستقیمه توګه ښکېل دی او د هغه د ښکېلتیا ډیر شواهد شته چې تر ټولو مهم یې په هغو ۱۵ کسانو کې چې دغه جرم یې تر سره کړی، د نوموړي دوه نیژدې کسان شامل دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د