افغانستان

دفاع وزارت د ټاکنو په اړه د طالبانو ګواښ ځوابوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۴تلې، ۱۳۹۷ل): د ملي دفاع وزارت وزیر طارق شاه بهرامي وايي، طالبان د ټاکنو د ګډوډولو هڅه کوي، خو په وینا يې بریالي به نه شي.

هغه نن د کابل په ریشخورو کې د تازه فارغېدونکو پوځيانو غونډې ته په خبرو کې وویل، دفاعي ځواکونه به د ټاکنو خوندیتوب وساتلی شي.

وړاندې تر دې د کورنیو چارو وزارت د ټاکنو په اړه د طالبانو ګواښ یوزې «تبلیغات» بللی و.

وړمه ورځ د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت هم یادونه وکړه، چې دوی به په ټاکنیزه پروسه کې هیڅ رول نه لري او افغان عسکر به يې پخپله امنیت نیسي.

طابانو په همدې تړاو خپره کړې اعلامیه کې ویلي و، له دې «امریکايي پروژې» باید افغانان لرې واوسي.

د پوځي چارو کارپوه جنرال عتیق الله امرخېل وايي، که په ټاکنو کې د ناټو مرسته نه وي، افغان عسکر د دې وړتیا نه لري چې ټاکنیزه پروسه خوندي کړي.

هغه وویل د حکومت له لوري د دې پروسې د خوندیتوب لپاره ۵۰زره عسکر ګمارل شوي، خو په وینا يې ۲۰زره هم کافي دي، خو چې ملي احساس ولري.

امرخېل وايي زموږ نظامي برخه هم د ګڼو نورو برخو په څېر وېشل شوې او هر اړخ د ملي مسائلو پر ځای د خپلو مشرانو خیال ته پام کوي.

د نن سرلیکنه هم پر دې موضوع را څرخي، د نن اداره ګډ حکومت یوازې په تشو ژمنو تورنوي، لیکلي دي: «له بده مرغه امریکایان او د هغوی تحت الحمایه حکومت د امنیت ساتلو په شمول د خپلو هرډول کړنو ژمنې او ادعاوې یواځې په څرګندونو او یا هم د مطبوعاتو په مخ ولس ته ورکوي او په واقعي لحاظ یې د عملي کیدو نه توان لري او نه هم احساس د مسؤلیت.»

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x