
امرخېل: له بهرنیانو پرته افغان عسکر د ټاکنو د امنیت وړتیا نه لري
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۴تلې، ۱۳۹۷ل): پوځي کارپوه جنرال عتیق الله امرخېل وايي که د ناټو مرسته نه وي، افغان عسکر د دې وړتیا نه لري چې ولس ته د ټاکنیزې پروسې د خوندیتوب ډاډ ورکړي.
هغه په یوه تلویزوني بحث کې وویل، افغان پوځیان د ملي روحیې پر اساس نه؛ بلکې د خپلو مشرانو، شخصي ګټو، قومي او نورو توپیرونو پر اساس دندې پر مخ وړي.
امرخېل وايي زموږ د ټول حکومت په څېر پوځي برخه هم د حکومت د مشرانو تر منځ وېشل شوې ده.
په وینا يې دفاع وزیر د حکومت د یو مشر او لوی درستیز د حکومت د بل شریک نږدې کسان دي.
امنیتي چارواکي وايي د ټاکنيزې پروسې د خوندیتوب لپاره يې ۵۰زره عسکر ګمارلي دي، خو امرخېل وايي په ۲۰زره تنو هم دا ټوله پروسه خوندي ترسره کېدلی شي، خو چې «ملي احساس» ولري.
وړمه ورځ د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت ویاند کانت پېتر وویل، دوی په ټاکنو کې هیڅ ډول رول ونه لري، افغانان پوی شه او دا «ډيموکراټیکه پروسه.»
د نن سرلیکنه هم دا مسئله شاربي: « که په افغانستان کې د ټاکنیزې پروسې په اړه د شته واقعیتونو په تناظُر کې د حکومت د دفاعي او امنیتي چارواکو څرګندونې وارزول شي دا تري جوتیږي چې هغوی نه د ټاکنو امنیت ساتلی شي او نه هم د دې کار وړتیا لري، ځکه د ټاکنیزو کمپاینونو له پیلیدو را هیسې مونږ عملا په هیواد کې د داسې خونړیو پیښو شاهدان یو چې له مخې یې د امنیتي چارواکو کړې ادعاوې ناسمې ثابتیږي.»
ټاکل شوې راتلونکې شنبه له غزني پرته په ۳۳ ولایتونو کې د ولسي جرګې ټاکنې ترسره شي، چې طالبانو يې ټاکنیز مرکزونه نظامي اهداف بللي او پر ولس يې غږ کړی چې د دې «امریکايي پروژې» ښکار نه شي.