افغانستان

طالبانو له زلمي خلیلزاد سره د خبرو اترو جزییات په ډاګه کړل

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۴تلې، ۱۳۹۷ل): طالبانو د افغان سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره د خبرو د خپل اړخ جزییات په ډاګه کړي.

«د اسلامي امارت معقوله تګلاره» تر سرلیک لاندې لیکنه چې «د ورځې خبره» په نوم د طالبانو رسمي دریځ څرګندوي، د طالب استازیو او زلمي خلیلزاد د خبرو په تړاو څرګندونې لري.

دې تبصره کې ویل شوي، چې طالب مشرانو له زلمي خلیلزاد سره خبرو کې د جګړې اصلي علت د بهرنیانو پوځي حضور ياد شوی.

دوی ورته ویلي چې مبارزه به يې تر هغو روانه وي، چې بهرنیان دلته موجود وي، په وینا يې د هغوی په موجودیت کې «سوله محاله ده.»

طالبانو په افغانستان کې د امریکا جګړه «سیاسي حماقت» بللی او غږ يې پرې کړی چې دې حماقت ته نور دوام ورنه کړي.

«امریکا بایدافغانستان کې له تېرې اووه لس کلنې تاواني او اوږدې جګړې عبرت واخلي، داسلامي امارت مشروع غوښتنې ومني،بې ځایه ضد او سیاسي حماقت ته نور دوام ورنه کړي،کنه نور به یې هم ځاني تلفات ډیریږي او درنې اقتصادي څپېړې به خوري،خو پای به مجبورا د نورو استعمارګرو په شان له افغانستانه تښتي!»

طالبانو له زلمي خلیلزاد سره د خبرو په تړاو دې څرګندونو کې ویلي، چې امریکا باید د پوځیانو وتلو ته د هو سر وښوروي.

په ورته وخت کې د سولې شورا د زلمي خلیلزاد هڅې هیله‌منې بولې، خو تر څنګ يې ټينګار کوي چې د بهرنیانو وتل دویمي مسئله ده.

د دې شورا مرستیال عطاءالرحمن سلیم وايي، د بهرنیانو پر وتلو باید له جګړې وروسته بحث وشي، په وینا يې «نور لومړیتوبونه هم شته، چې باید پرې بحث وشي.»

طالبانو پرلپسې ټينګار کړی، چې د بهرنیانو د پوځي حضور پر وړاندې مبارزه يې حق دی او باید دغه ځواکونه له افغانستانه ووځي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالولی(فهیم)

څرنګه چی شیطانی امریکا بی موجبه په ګران افغانستان وحشیانه حمله وکړه او افغانستان یی د خپل مزدورانو په ذریعه یرغمل کړ اوس مجبوره ده چی بیرته افغانستان د اسلامی امارت مبارزینوته وسپاری بیا هغه وخت به اسلامی امارت خپل تصمیم نیسی چی د افغانستان اداره خپله کوی اویا هم د ټاکنو له لیاری کوم حکومت رامینځته کوی.
ځکه د افغانستان د حکومت کولو حق یو اسلامی امارت لری دا نورخو هسی د امریکاغلامان دی او هیڅ نوع مشروع حق نه لری.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x