طالب سرتېري

کندوز؛ قلعه زال جګړه کې ۱۷ تنه وژل شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۴تلې، ۱۳۹۷ل): د کندوز په قلعه زال کې د طالب سرتېرو او عسکرو تر منځ جګړه کې د دریو قومندانانو په ګډون ۱۷ تنه وژل شوي دي.

طالبانو رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ليکلي، د قلعه زال په کولخ باغچه، خیشت‌تیپه او بغرکول سیمو کې يې دولتي ځواکونه شاتګ ته اړ کړي دي.

د خبرپاڼې له مخې په دې جګړه کې د اغا مراد، خیر دیش او یعقوب په نوم دریو قومندانانو په ګډون ۱۷ عسکر او اربکیان وژل شوي دي.

د دې سیمو په نیولو سره طالبان تر امو سینده ورسېدل.

دا په داسې حال کې دی چې د سمنګان د دره صوف په جګړه کې د امنیت د امر خواني طاهري او د هغه د مرستیال فضل الرحمن په ګډون ګڼ عسکر وژل شوي دي.

طالبانو د ۳۰ عسکرو د وژل کېدو خبر ورکړی، چې ازادي راډيو له ځايي سرچینو هم د همدومره شمېر تلفاتو خبر ورکړی.

د کندوز د جګړې په اړه ځايي چارواکو تر اوسه څه نه دي ویلي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د