کندوز: له نيمايي زيات ټاکنيز مرکزونه له امنيتي ګواښونو سره مخ دي

نن ټکی اسیا(سه شنبه، ۲۴ تله، ۱۳۹۷ ل): د کندوز د ټاکنو خپلواک کميسيون وايي چې ددې ولايت له ۹۸ مرکزونو څخه يې ۳۰ مرکزونه په بيلابيلو ولسواليو کې له جدي امنيتي ګواښ سره مخ دي.

د کندوز د ټاکنو خپلواک کميسيون رئيس رسول عمر وايي چې د کندوز له ۲۲۰ مرکزونو څخه يې يوازې په ۹۸ مرکزونو کې نوم ليکنه شوې وه او پاتې ۱۲۲ مرکزونو کې نوم ليکنه هم نه ده شوې.

هغه وايي چې اوس په ټول کندوز کې يوازې ۹۸ مرکزونه دي چې په هغو کې ۳۰ مرکزونه د جدي امنيتي ګواښونو سره مخ دي او وايي چې امکان شته چې په دې مرکزونو کې ټاکنې هم ونشي.

بله خوا ولسي جرګې ته له کندوز څخه نوماند ذبيح الله مجيدي هم رسنيو ته ويلي دي چې امنيتي ننګونو په دې ولايت کې د ټاکنو پروسه ټکنۍ کړې ده، هغه وايي چې ددې ولايت له نيمايي ډيرو مرکزونو کې نوم ليکنه نه ده شوې او په کومو کې چې شوې هم ده په هغو کې د رايې ورکولو له پاره امنيتي مشکلات دي، چې حکومت بايد ورته توجه وکړي.

د کندوز اوسيدونکي وايي چې د ښار او ولسواليو له مرکزونو پرته نور په کندوز کې رايې ورکول ستونزمن کار دی او څوک به زړه ښه نه کړي چې په داسې شرايطو کې رايې ورکړي.

د يادونې وړ ده چې د ټاکنو د ورځې په رانژدې کېدو د افغانستان له ګوټ ګوټ څخه د نا امنۍ او ټاکنیزو مرکزونو د بندېدو خبرونه ورکول کيږي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د