افغانستان

ټاکنو کمیسیون: د ټاکنو په ورځ به یوازې ۲۶ مرکزونه تړلي وي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۴تلې، ۱۳۹۷ل): د ټاکنو کمیسیون مسوولین وايي که نوي امنیتي ګواښونه رامنځته نه شي، نو د ټاکنو په ورځ به یوازې ۲۶ مرکزونه تړلي پاتې شي.

د دې کمیسیون ویاند سید حفیظ الله هاشمي وايي، له ۵۱۰۰ مرکزونو به ۵۰۷۴ پرانیستي وي.

هغه وايي دا مرکزونه ورته د امنیتي ارګانونو له لوري تایید شوي چې خوندی به وي، په وینا يې ټاکنې به هلته ترسره کېږي چې امنیت وي.

دا په داسې حال کې دی چې په کندوز، جوزجان، هلمند، کندهار، پکتیا او ګڼو نورو ولایتونو کې ګڼ ټاکنیز مرکزونه له ګواښونو سره مخ دي.

په ورته وخت کې پوځي کارپوهان وايي که د ناټو ځواکونو مرسته نه وي، افغان پوځيان نه شي کولی د ټاکنو امنیت تامین کړي.

د پوځي چارو کارپوه جنرال عتیق الله امرخېل وايي، افغان پوځیان د ملي روحیې پر اساس نه؛ بلکې د خپلو مشرانو، شخصي ګټو، قومي او نورو توپیرونو پر اساس دندې پر مخ وړي.

هغه په یوه تلویزوني بحث کې وویل، زموږ د ټول حکومت په څېر پوځي برخه هم د حکومت د مشرانو تر منځ وېشل شوې ده.

په وینا يې دفاع وزیر د حکومت د یو مشر او لوی درستیز د حکومت د بل شریک نږدې کسان دي.

ټاکل شوې د ولسي جرګې راتلونکې ټاکنې په شنبه ترسره شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x