نړۍ

کراچي کې یوې میرمنې ته اور ورته شوی

women-pakistan-m(نن ټکی اسیا) دپاکستان له کراچي نه په ورکړل شوی راپور کې راغلي چې کورنګي سیمه د زمان ټاون پولیس سټیشن ته څیرمه ،یوه کورکې یوه ښځې ته چې اویا کاله عمر یې درلود اور ورته شوي.

دپولیسو افسر عثمان غني خبریالانو ته ویلې، نوموړې ښځه چې نورالنساء نو مېده ،له څه مودې راهیسې دکورنۍ مشکلاتوپر سر له خپلو قریبانو څخه خفه وه او له هغوی څخه جلا اوسېده .

نوموړي وایی ،نن سهار یې له کورنه داور لوخړې پورته کیدلي ،کله چې خلګ دننه ورغلل نو یوه ښځه چې لاس اوپښې یې تړل شوي وو ،په اور سوځول شوې وه .

امنیتی پولیسو ویلې چې دپېښې په اړه یې پلټنې پیل کړې خو دم ګړی یې دپیښې په تور څو ک نه دی نیولي.

احمد بریال

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x