fbpx

هلمند کې د ګوزڼ دویمه پېښه ثبت شوې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۴تلې، ۱۳۹۷ل): د هلمند روغتيايي مسؤلین وايي د ګوزڼ دویمه پېښه د نوزاد ولسوالۍ کې ثبت شوې ده.

د هلمند د روغتيايي چارواکو په وینا وړاندې هم یوه پېښه ثبت شوې او تازه ګوزڼ وهلی ماشوم فرید نومېږي او دوه ځلې واکسین شوی هم دی.

دوی وايي چې په کندهار کې هم اته پېښې ثبت شوې او روزګان کې هم د ګوزڼ پېښې ثبت شوې دي.

په افغانستان کې د یونیسف ویاند ډاکټر کمال شاه ازادي راډيو ته ويلي، له پنځو میاشتو راهیسې نږدې پنځه سوه زره ماشومان د پولیو له واکسین نه بې برخې پاتې شوې دي.

د سرچینې په وینا د هلمند په مرکز، ګرشک او نادعلي کې واکسین تطبقېږي خو نورو سیمو کې يې پر لګېدلو طالبان نیوکه لري.

دوی وايي طالبان غواړي چې واکسیناتوران دي کور په کور نه ګرځي او باید جوماتونو کې واکسین تطبیق کړي، خو د واکسین د کمپاین مسؤلین کور پر کور ګرځېدو ټینګار کوي.

طالبانو رسماً هلمند ولایت کې د پولیو ضد واکسین په اړه څه نه دي ویلي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د