
د امریکا د بهرنیو چارو وزير سعودي عربستان ته ورسېد
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۴ تله، ۱۳۹۷ ل): د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پامپيو څو شيبې وړاندې د سعودي عربستان پلازمينې رياض ته ورسېد.
د امريکا د ملي امنيت شورا وياند ويلي دي چې د امريکا د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزير به سعودي عربستان ته د سفر په ترڅ کې د ترکي ژورناليست جمال خاشقجي د ورکېدو په اړه له سعودي چارواکو سره خبرې وکړي.
ويل کيږي چې مايک پامپيو د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په وينا سعودي عربستان ته سفر کړی دی او له هغې وروسته به ترکيې ته لاړ شي.
ټرمپ له دې وړاندې د سعودي عربستان له پاچا سلمان سره د خاشقجي د برخليک په اړه تيلفوني خبرې کړې وې خو پاچا سلمان ورته ويلي وو چې د خاشقجي په اړه هيڅ معلومات نه لري.
ترکي ژورناليست جمال خاشقجي د روانې ميلادي مياشتې په دوهمه نيټه په استانبول کې د سعودي عربستان کونسلګرۍ ته لاړ خو تر اوسه پورې يې د مرګ او ژوند هيڅ درک نه دی معلوم شوی.