افغانستان

د خوراک نړيوال پروګرام: ديارلس ميليونه افغانان له لوږې سره مخ دي

نن ټکی اسيا (سه شنبه، ۲۴تلې، ۱۳۹۷ل): د خوړو نړيوال سازمان وايي چې په افغانستان کې ۱۳ ميليونه افغانان د خوړو له کمښت سره مخ دی او مرستو ته اړتيا لري.

د افغانستان له پاره د خوړو د نړيوال پروګرام ( WFP ) مشر زلټن مليسيک وايي چې په روان ميلادي کال کې د افغانستان په شمول د نړۍ د نورو ډيرو هيوادونو خلک له لوږې او فقر سره مخ دي. هغه وايي چې افغانستان کې په تيريو دريو کلونو کې د هغو افغانان شمير چې له لوږې او فقر سره مخ دي ۴ ميليونه زيات شوي دي، چې دغه شميره درې کاله مخکې ۹ ميليونه وه.

مليسيک وايي چې په افغانستان کې جګړې، طبعي پيښې، بې کاري او غربت، له خپلو کورونو څخه بې ځايه کېدل او افغانستان ته د کډوالو راستنېدل هغه څه دي چې په افغانستان کې يې له لوږې سره مخ خلکو ګراف لوړ کړی دی.

هغه وايي چې له لوږې سره مخ خلکو کې يې ۷۰ سلنه په کليوالو سيمو کې ژوند کوي چې په کرنې او مالدارې بوخت دي.

د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې په افغانستان وچکالۍ هم ډير خلک ځپلي او له ستونزو او لوږې سره مخ کړي دي چې نږدې ۳ ميليونه يې عاجلو بشري مرستو ته اړتيا لري>.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

دايي هم يو له هغو لاسته راورنو چي دوى پر بيريژي چي كه صبا دوي نه وه بيا به دا لاسته راورني نوي . داسي نوري لاسته راورني هم شته چي دوى خورا په نازيژي لكه: غلامي، نشه يي توكي، فساد، فحشاء، قوم پرستي، لست به دير اوژد شي او نور لهو و لعب . و دغو لاسته راورنوته كه متوجه شو ورز تر بلي نورهم زور اخلي أو ديريژي. اففانان بايد په دي پوه شي، امريكا أو غلامان يي نغواري چي دا او نوري لاسته راورني په اسانى له لاسه وركي . هغه افغانان چي دا غوندي لاسته راورني… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close