fbpx

یوې ښځې څلور شپیته کاله اوبه نه دي څښلي او لا هم ژوندۍ ده

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۴ تلې، ۱۳۹۷ل): په برطانیا هېواد کې یوې ۷۷ کلنې ښځې له تېرو (۶۴) کالونو راهیسې اوبه نه دي څښلي او لا هم ژوندۍ او ښه روغتیا لرونکې ده.

دغه ښځه چې «جیکي پیج» نومیږي، په ۱۳ کلنۍ کې يې په لومړي وار ګازي څښاک (پيپسي) وڅښله، چې له هغې وروسته یې د اوبو څښل پریښودل او اوس ۷۷ کلنه ده چې لا هم د اوبو پرځای ګازي مشروبات څښي.

جیکي پیج د څلورو بچیانو مور او همدا ډول د یوولسو لمسیانو نیا هم ده، د دومره مودې راهیسې د اوبو نه څښلو سربېره بیا هم ښه صحت او روغ بدن لري.

د ډیلي میل ورځپاڼې راپور سره سم چې جیکي پیج په یاده موده کې تر ۶۵ زرو زیات انګلستاني پونډه په پيپسې څښلو لګولي دي، که څه هم دې ته ډاکټرانو د پيپسې څښلو زیانونه (د بدن هډوکي وچوي) په ډاګه کړي دي، خو بیج د پيپسي په څښلو ټینګار کوي.

د ورځپاڼې سره سم چې جیکي پیج پرلپسې ۶۴ کاله د اوبو پرځای ګازي مشروبات څښلي خو یوازې د امیندوارۍ پرمهال د ډاکټرانو په سخته وینا یې له پيپسې څښلو ډډه کړې، خو بیا یې هم د اوبو پرځای نور څښاک غوره کړي.

جیکي پیج وایي چې تېر ۶۴ کله یې اوبه نه دي څښلي او له دې وروسته تر مرګه به یې هم ونه څښي، حال دا چې پیج د قهوې، شیدو او چای شوق هم نه لري.

۷۷ کلنه میرمن کله کله د پيپسې څښلو له کبله د خپلو همزولو لخوا مسخره کیږي هم خو دۍ وایي چې پروا یې نه کوي او خپل کار ته دوام ورکوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د