
شاهد افریدي: افغانستان سره د مینې په پار په دغه لیګ کې لوبیږم
شاهد افریدي چې د پکتیا پینترز لوبډلې سره د محمد شهزاد تر مشرۍ لاندې په افغان غوره لیګ کې لوبیږي، رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې د افغانستان کرېکټ بورډ په خپل تاریخ کې تر ټولو ستره لاسته راوړنه ترلاسه کړې او باید ددې ساتنه وکړي.
بوم بوم افریدي وایي چې د افغانستان سره مینه لري، او په دغه لیګ کې ګډون د بل مقصد لپاره نه بلکې د افغانستان سره د مینې او د اړیکو لرلو په پار لوبیږي، تر څو نوي ځوانان زمونږ او نورو مشرانو له تجربو څخه ګټه پورته کړي.
شاهد افریدي چې دوه ورځې وړاندې د ننګرهار لوبډلې پر وړاندې سیالۍ کې د خپلې لوبډلې په ګټه ۲ ویکټې او ۳ په زړه پورې کیچونه ونېول، د افغانستان نوي ځوانانو په هکله وویل چې ښه توپ اچونکي لري، په ځانګړي ډول د سوکه توپ اچونکو برخه کې ښه وړتیا لري.
د افغانستان غوره لیګ سیالیو کې شاهد افریدي د آیکن لوبغاړي په حیث د پکتیا پینترز لوبډلې لخوا واخیستل شو، چې د ښې توپ اچونې ترڅنګ د نویو لوبغاړو سره وخت پر وخت خپلې تجربې شریکوي.
یاده دې وي چې شاهد افریدي په یاد لیګ کې د خپلې لوبډلې په ګټه ۵ سیالۍ ترسره کړي، چې ۴ یې ویکټې ترلاسه کړي، او په ډګر ساتنه کې غوره ثابت شوی، خو په توپوهنه کې تر دې دمه په زیاتو منډو جوړولو نه دی توانېدلی.