د نړۍ غوره پوهنتونونه/ نور احمد عایل

د نړۍ د پوهنتونونو د ۲۰۱۹ م کال په درجه بندي (رېنکېنګ) کې سږکال په دنيا کې تر ټولو ښه پوهنتون د برتانيا اکسفورډ، په دويم نمبر هم د برتانيا کېمبرېج پوهنتون ، په درېيم نمبر د امريکا سټنفورډ پوهنتون ، په څلورم نمبر ماساچوسټس اينسټيټيوټ اف ټيکنالوجي، په پنځم نمبر کليفورنيا اينسټيټيوټ اف ټيکنالوجي، په شپږم نمبر د امريکا هارورډ پوهنتون، په اووم نمبر د امريکا پرېنسيټن پوهنتون ،په اتم نمبر د امريکا يلي پوهنتون، په نهمه درجه امپريال کالج لندن، په لسم نمبر شيکاګو پوهنتون او په يوولسم نمبر د سويس زوريخ (ETH) پوهنتونونه راغلي دي.

په اسيا کې هغه تر ټولو ټاپ پوهنتون د چين څينګهوا پوهنتون دی چې په نړيواله درجه بندي کې په ۲۲ مه درجه راغلی، د سينګاپورملي پوهنتون په ۲۳ م نمبر، پيکېنګ پوهنتون په ۳۱ م نمبر د جاپان ټوکيو پوهنتون ۴۲ او د سينګاپور د نانیانګ ټيکنالوجي پوهنتون په ۵۱ نمبر دي. د جاپان کيوټو پوهنتون په ۶۵ يمه درجه دی او اوساکا پوهنتون يې بيا له ۳۵۰ تر ۴۰۰ يمې درجه ګټلې ده.

په دې درجه بندي کې د هند هغه تر ټولو ښه پوهنتون اينډين اينسټيټيوټ اف ساينس له ۲۵۰ څخه تر ۳۰۰ يمې درجې راغلی، بل پوهنتون اينډين اينسټيټيوټ اف ټيکنالوجي اينډور يې له ۳۵۰ تر ۴۰۰ مې درجې راغلی، اينډين اينسټيټيوټ اف ټيکنالوجي مومبای یې له ۴۰۰ تر ۵۰۰ یمې درجې راغلي دي. اينډين اينسټيټيوټ اف ټيکنالوجي رورکي او (جې ،اېس ،اېس اکاډيمي اف ايجوکېشن اېنډ ريسرچ) یې له ۴۰۰ تر ۵۰۰ یمې درجې راغلی. اېنډين اينسټيټيوټ اف ټيکنالوجي ډيلي يې له ۵۰۰ څخه تر ۶۰۰ یمې درجه ګټلې ده.

د پاکستان تر ټولو ښه پوهنتون کامسېټ اينسټيټيوټ اف انفارمېشن ټيکنالوجي له ۶۰۰ يمې څخه تر ۸۰۰ يمې درجې راغلی، دفيصل اباد کرنيز پوهنتون او د ساينس او ټيکنالوجي ملي پوهنتون له ۸۰۰ يمې تر ۱۰۰۰ نمبر پورې راغلی.

د ايران بابل نوشېروان ټيکنالوجي پوهنتون له ۳۵۰ تر ۴۰۰ يمې درجې راغلی، اميرکبير او کاشان پوهنتونونه یې له ۵۰۰ تر ۶۰۰ يمې درجې باندې دي. د ايران د ساينس او ټيکنالوجي پوهنتون، اصفهان د ټيکنالوجي پوهنتون، مشهد طبي پوهنتون، شريف ټيکنالوجي پوهنتون، مشهد پوهنتون، شېراز او تهران پوهنتونونه له ۶۰۰ تر ۸۰۰ يم نمبر پورې راغلي دي.

ياده دې وي چې د افغانستان هېڅ پوهنتون د دوی له هر اړخه کمزوري حالت له امله ددې رينکېنګ اخري درجه اوس او تر راتلونکو څو کلونو پورې نشي خپلولی.