نړۍ

واشنګټن پوسټ: ايا امريکا لا هم سعودي ته اړ ده؟

نن ټکی اسيا (چهارشنبه، ۲۵تلې، ۱۳۹۷ل): واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په خپلې تازه سرمقالې کې ويلي، چې سعودي لا هم د ګواښونو له لارې هڅه کوي، چې د جمال خاشقجي په قضيه کې د امريکا خوله بنده کړي.

ورځپاڼې زياته کړې، چې په دې بايد په دې خبره ځان پوه کړو، که د واشنګټن او رياض اړيکې ترينګلې شي، نو امريکا ته به يې څومره زيان وي.

واشنګټن پوسټ ليکلي، چې د ولسمشر ټرمپ د څرګندونو پر اساس سعودي عربستان د امريکا له مرستې پرته خپل نظام نشي ساتلی، د امريکا او سعودي د اړيکو له خرابوالي سره به هر څه ويجاړ شي او په مقابل کې يې امريکا سعودي ته د پخوا په څېر ډېره اړ نه ده.

د ورځپاڼې په باور سعوي چارواکو وړمه ورځ امريکا ته ګواښ کړی و، که پر دوی يې بنديزونه ولګول، دوی به يې په مقابل کې د تېلو صادارات بند کړي، په سعودي کې روسيې ته پوځي اډه ورکړي او له امريکا سره به د ترهګرۍ پر ضد استخباراتي همکاري وځنډوي.

وړمه ورځ دوشنبه د سعودي پاچا سلمان بن عبدالعزيز د امريکا ولسمشر سره د ټيليفوني اړيکې پر مهال ويلي، چې دی په استنبول کې له جمال خاشقجي سره له شوې پېښې ناخبره دی.

د واشنګټن پوسټ په سرمقاله کې راغلي، که د خاشقجي په وژنه کې د سعودي چارواکو لاس ثابت شي، د سعودي لپاره به بدې پايلې ولري.

واشنګټن پوسټ د امريکايي استخباراتو له قوله وايي، داسې معلومات يې ترلاسه کړي، چې  خاشقجي د وليعهد محمد بن سلمان په رسمي امر وژل شوی؛ ځکه هغه به په خپلو کالمونو کې پر محمد بن سلمان نيوکې کولې او د هغه کړنې يې نقدولې.

د سرمقالې په پای کې راغلي، چې ټرمپ له سعودي سره اړيکو ته دومره خوږ شوی، چې هغوی ځان له هر دول قانون څخه لوړ بولي، د ټرمپ په ناز هر ډول جرمي کړنې ترسره کوي او که د څېړنو پایله يې هر څه شي، له سعودي سره د اړيکو جوړولو واک بالاخره هم له کانګريس سره دی او د اړتيا په صورت کې به همدا کانګريس پرېکړه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x