افغانستان

صالح: اشرف غني  د خليلزاد په مشرۍ د سولې له هڅو خوښ نه دی

نن ټکی اسيا (چهارشنبه، ۲۵تلې، ۱۳۹۷ل): د افغانستان د ملي امنيت پخواني  رئیس او د پخوانۍ شمال ټلوالې غړي امرالله صالح يو ځل بيا د سولې په اړه د خلیلزاد او طالبانو په ناستې نيوکې کړي او زياته کړې يې ده، چې د ګډ حکومت مشر اشرف غني هم له دغو خبرو خوښ نه دی.

امرالله صالح په کاپيسا کې يوې ولسي غونډې ته د وينا پر مهال وويل، چې خلیلزاد د افغانانو په استازيتوب له طالبانو سره د خبرو واک نه لري.

هغه ټينګار کړی، چې دوی په هغه صورت کې د دغو خبرو ملاتړ کوي، چې په وينا يې «د ملت استازي» په کې ګډون ولري.

د تېرې جمعې په ورځ زلمي خلیلزاد په قطر کې د طالبانو له استازو سره د افغان سولې په اړه خبرې وکړې، په افغانستان کې يې تر ډېره هرکلی وشو، خو صالح او ځينو نورو کړيو يې مخالفت کړی دی.

امرالله صالح ګواښ کړی، که بهرني پوځيان له افغانستانه ووځي، دوی به يو ځل بيا د طالبانو پر ضد غرونو ته وخېژي، خو د صالح پر خلاف د ټولنيزو رسنيو ډېر فعالانو او د سياسي چارو کارپوهانو د خلیلزاد او طالبانو ناسته د سولې لپاره ښه پایلامه بللې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

که د امرالله صالح بیچاره له خلیلزاد ( امریکایانو) دغه ګیلی رښتونی وی یعنی حق حقدار ته سپارل کیږی او اشغلګرو اوښانو کی پړی اچولی روان دی ، د امرالله صالح ګیلو چه له خپلو بادارانو ( اشغلګرو ) خوابدی او په ویره کی دی غرونو کی خو نور وخت نه شی تیرولی هلته ورته سړی او ګرمی اوبه نشته او نه ورته د عیاشی او فحاشی نوری وسیلی شتون لری چه دوی په امریکایی ډالرو ورسره د نشه توکو به شان روږد شوی جبرا به نورو هغو هیوادو ته تښتی چه دوی پکی مخکی له مخکی سرمایه ګذاری کړی.… نور لوستل »

سیدزرغون شآ اغا

دا بیچاره تر اوسه هم په دغه نه پوهیږی چی: خلیلزاد د افغانانو استازی ندی، بلکی د امریکا استازی دی.د امریکا د بهرنیو چارو وزارت استازی دی. لا نوره هم لار ځنی ورکه سی. انشا الا

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x