نړۍ

اسوشيټېډ پريس: ټرمپ د خاشقجي قضيه کې له سعودي دفاع کوي

نن ټکی اسيا (چهارشنبه، ۲۵تلې، ۱۳۹۷ل): د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وړمه ورځ د جمال خاشقجي په قضيه کې سعودي ته سخت ګواښ کړی و، خو اوس يې يو ځل بيا دريځ بدل شوی او د خاشقجي په قضيه کې يې پر سعودي د کېدونکو نيوکو دفاع کړې ده.

اسوشيټېډ پريس خبري اژانس د ټرمپ له خولې ليکلي، په دې اړه بايد د کره دلائلو تر راتلو صبر وکړو او هېڅوک بايد پر سعودي تر هغو د خاشقجي د وژنې تور پور نه کړي.

اسوشيټېډ د ټرمپ له قوله دا خبرې په خپل ټويټر ادرس خپرې کړې، خو په دې اړه يې نور جزيات نه دي ورکړي.

د يادونې وړ ده، چې د تېرې یکشنبې په ورځ سي بي ايس ټلويزون سره په مرکه کې ډونلډ ټرمپ ويلي و، که د جمال خاشقجي په وژنه کې د سعودي لاس ثابت شي دا به پاروونکې خبره وي او سخته سزا به ورکړي.

خو تېره ورځ، چې د  امريکا د بهرنيو چاروزير مايک پومپيو رياض ته تللی و، له هغه وروسته د ټرمپ په دريځ کې دا نه اټکل کېدونکی بدلون راغلی دی.

د ټرمپ له دې وينا وړاندې سعودي چارواکو ګواښ کړی و، که امريکا پرې بنديزونه ولګوي، دوی به يې هم په مقابل کې د تېلو صادرات بند کړي، چې له امله به يې د نړۍ اقتصاد ولړزيږي او همدارنګه يې په سعودي کې روسيې ته د پوځي اډې ورکولو، له حماس جهادي ډلې سره شته دښمني په دوستي بدلولو او له امريکا سره د استخباراتي معلوماتو د تبادلې د لغوه کولو ګواښ کړی و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

د ترمپ ټولی نوری کړنی چه هر څه دی او کورنی جوړښت او زیږیدنه چه یی له هری خوا او هر ډول اوبو څخه وی په هغه یی کار نه لرم ، مګر یو کریدت ورکوم چه رشتونی یهودی انګریز دی ولی ؟ د یهودی ان ریزانو تر ټولو ډیر مهم شیطانی خصلت چه دنړی له نورو قومونو یی ځان ړی کړی دا دی چه [ څه وایی هغه نه کوی او چه څه کوی هغه نه وایی ] ډونالډ ترمپ کټ مټ همدغه رښتونی شیطان دی . د دغه ژورنالست د مړینی په اړه چه ټرمپ لمړی لاپی شروع… نور لوستل »

حاجی اتانچی

حاجی صاب بیانزی سلامونه او نیکی هیلی.په سعودی حاکمه کورنی د یهودیت، او د انګریز تاپه په لګولی ده،چه یهودی او انګریز بد دی نو ته ولی د انګریز په زړه لندن کی ورته پروت،او د یهودی انګریز جیره،سوسیال خیرات خوری؟

عبدالمالک همت

لومړی ټرمپ پر تليفون له ملک سلمان څخه د دوی د واک د ساتلو په عوض کي د مليارډونو ډالرو غوښتنه کړې وه، خو سلمان لکه چي نه ورکولې. د خدای کړه دي او په ملک سلمان او زوی يې د اسلام او اسلامي عالمانو د آزار پسې کېده، د خاشقجي وژل ورته د ذلت لامل سول، ټرمپ ورته پېشروونه او پټکې پيل کړې، سلمان او زوی يې …ونیول ټرمپ ته يې تليفون وکړ چي هرڅوني ډالر غواړې درکوم يې خو غرض مه را لره. ټرمپ هم فوراً خپل د بهرنيو چارو وزير ورواستاوه او توافق ته سره ورسېدل.د خاشقجي… نور لوستل »

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x