افغانستان

هلمند: طالب سرتېرو یو امریکايي او یو کمانډو عسکر وژلي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۵تلې، ۱۳۹۷ل): د هلمند په سنګین ولسوالۍ کې طالب سرتېرو یو امریکایي او یو افغان کمانډو عسکر وژلي دي.

امریکایانو د وژل شوي ملګري په غچ کې د برېښنا سټېشن نړولی او ۶ تنه کارکوونکي يې وژلي دي.

طالبانو په خپره کړې خبرپاڼه کې ليکلي، امریکایانو د داخلي ملګرو په ملتیا تېره شپه د سنګین په څاروان کلا کې چاپه ووهله، چې د دوی د سرتېرو له غبرګون سره مخ شوه.

د خبرپاڼې له مخې ګډو ځواکونو شپږ تنه ولسي وګړي چې درې يې د برېښنا سټېشن کې مامورین هم له ځان سره وړي دي.

طالبانو لیکلي چې د دوی درې سرتېرې ټپيان شوي «او څلور تنه نور دشهادت لوړ مقام ته رسیدلي.»

تر اوسه دلته مېشتو بهرنیانو د خپل وژل شوي عسکر په اړه څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x