افغانستان

ټاکنې؛ د ځینو نوماندانو د حذفېدو امکان شته

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۵تلې، ۱۳۹۷ل): د ټاکنو کمیسیون وايي د ځینو نوماندانو اړوند يې شواهد او اسناد تر لاسه کړي دي چې باید حذف شي.

د دې کمیسیون کېمشنر علي احمد مبلغ وايي د ځينو نوماندانو په اړه يې د نامسؤله وسله‌والو د لرلو او ځینو نورو په اړه يې د کمر عمر اسناد موندلي دي.

دوی پرون وویل چې سبا (نن چهارشنبه، ۲۵تلې) به دغه لیست اعلان کړي.

د ټاکنو کمیسیون د دارالانشاء رییس محمد علي ستېغ وايي عدلی او قضايي ارګانونو ورته د ځينو نوماندانو په اړه شواهد ورکړي، چې دوی کولی شي د ټاکنو تر ورځې پورې يې له لیسته لرې کړي.

د مشرانو جرګې مشر فضل‌هادي مسلمیار بیا وايي د ټاکنو کمیسیون کمېنشران ډېره کمه تجربه لري او ان د دوی په اړه نافذ شوی قانون يې سم نه دی لوستی.

د ولسي جرګې راتلونکو ټاکنو لپاره د نوماندانو په اړه یوې تازه سروې ښوولې، چې ۶۰ سلنه نوماندان پخپلو مسؤلیتونو نه دي خبر او ۴۰ سلنه نور د خپلو شخصي ګټو په خاطر نوماند شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x