فراه کې یو ښوونځی

طالبان: په تعلیمي ادارو کې دې ټاکنیز مرکزونه نه پرېښودل کېږي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۵تلې، ۱۳۹۷ل): طالبانو پر تعلیمي ادارو غږ کړی چې هڅه دې وکړي په ښوونځيو کې ټاکنيز مرکزونه پرې نه ږدي.

د طالبانو د تعلیم او تربيې او عالي تحصیلاتو کمیسیون، په خپره کړې اعلامیه کې پر دې ټينګار کړی چې ټاکنې امریکايي پروژه او ګټه يې هم په پای کې اشغالګرو ته رسېږي.

«نو دا د هر مؤمن مسلمان او مجاهد افغان دیني او ملي وجیبه ده چې د اشغالګرو دغه پروسه خنثی کړي او د اجراء اجازه ورنه کړي.»

د پوهنې وزارت د ټاکنیزې پروسې په خاطر د تلې تر وروستۍ ورځې ښوونځي رخصت کړي، خو طالبانو پخپلو سیمو کې تعلیمي ادارې فعالې ساتلې دي.

دوی پر تر لاس لاندې ښوونځيو سربېره ښاري سیمو کې د ښوونیز بهیر پر مسؤلینو غږ کړی چې نه په ښوونځيو کې ټاکنیز مرکزونه پرانیزي او نه خپل زده کوونکي او ښوونکي په دې پروسه کې کار کولو ته پرېږدي.

«د افغانستان اسلامي امارت د تعلیم تربیې او عالی تحصیلاتو کمېسیون د هیواد په ټولو ښاري او اطرافي سیمو کې د معارف کارکوونکو، معلمینو، مدرسینو او د مکاتبو مدیرانو ته امر کوي چې په خپلو مکاتبو کې د ټاکنیز مرکز جوړیدو ته اجازه ورنکړي او نه دې هم معلمین یا شاګردان د ټاکنیزو کارکوونکو په حیث وظیفه اجراء کوي.»

د اعلاميې په پای کې یادونه شوې، چې ټاکنې اسلامي او افغان ماهیت نه لري، د اشغال د تداوم او پر پوځي یرغل د پردې اچولو لپاره د عامه ذهنیت غولونه ده.

دا په داسې حال کې دی چې د ټاکنو کمیسیون وايي له غزني او یوولسو ولسوالیو پرته به په ټول هېواد کې راتلونکې شنبه ټاکنې ترسره شي.

د شنونکو په باور روان امنیتي وضعیت ته په کتو ښايي ټاکنې ډېری په ښاري سیمو پورې محدودې وي.

د سیمه‌ییزو مطالعاتو مرکز په وروستي تحلیل کې یادونه کړې چې ټاکنې به ټول‌ شموله نه وي اوښايي پایلې يې هم پوره جنجالي وي.

د ټاکنو کمیسیون او افغان حکومت له لوري په ښاري سیمو کې نږدې ټول د رایې اچونې مرکزونه ښوونځي په ګوته شوي دي، چې له همدې امله سر له اوسه رخصت دی.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د