ټاکنې؛ حزب‌اسلامي حکمتیار؛ رسماً هیڅ ناظر نه لري

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۵تلې، ۱۳۹۷ل): حزب‌اسلامي حکمتیار ډلګۍ په ټاکنو کې رسماً هیڅ ناظر نه لري.

د ټاکنو کمیسیون په تازه معلوماتو کې وايي چې له ۷۲ ثبت شویو ګوندونو نه ۱۲ ګوندونو خپل ناظرین ګمارلي دي.

حزب‌اسلامي حکمتیار، چې په عدليې وزارت کې رسمیات نه لري، رسماً هم د ګوند له ادرسه کوم ناظر نه لري.

حزب‌اسلامي چې د عبدالهادي ارغندیوال په مشرۍ په عدلیې وزارت کې ثبت شوی، د هغه په مشرۍ په افغانستان کې فعالیت کوي.

د ټاکنو کمیسیون وايي د نظارت لپاره يې تر ۲۰۰زره ډېر کارتونه ویشلي دي، چې نولس تنه پکې بهرنیان دي او نور افغان ناظرین دي.

ګلبدین حکمتیار د ټاکنو په اړه په وروستیو څرګندونو کې ویلي و، چې دا پروسه ورته د منلو نه ده او په وینا يې بریالي او ناکام پکې د بهرنیو هېوادونو د سفارتونو کار دی.

یاده دې وي د ټاکنو په اړه د شفافیت ډېره تکیه پر بایومټریک ماشینونو کېږي، خو تازه راپورونو ویلي چې دغه ماشینونه هم بایومټریکي ځانګړنې نه لري او د بېلابېلو کسانو د ګوتو نښانونه هم په یوه نوم ثبتوي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د