fbpx
abdul jabar qahraman

تازه خبر: جبار قهرمان په يوه چاودنه کې ووژل شو

نن ټکی اسيا (چهارشنبه، ۲۵تلې، ۱۳۹۷ل): د هلمند په لښکرګاه ښار کې ولسي جرګې ته نوماند عبدالجبار قهرمان په ټاکنيز دفتر کې چاودنه شوې ده چې نوموړی په کې وژل شوی دی او ګڼ نور ټپيان دي.

د هلمند ولايت چارواکي وايي چې دغه چاودنه څو شيبې وړاندې د عبدالجبار قهرمان په ټاکنيز دفتر کې شوې ده.
د هلمند د والي وياند عمر ځواک وايي په دغه چاودنه کې د ولسي جرګې نوماند عبدالجبار قهرمان وژل شوی او اته تنه نور ټپيان دي.

ځواک زياتوي چې چاوديدونکي توکي د جبار قهرمان په کوچ (د کيناستو چوکۍ) کې ځای په ځای شوي وو چې وچادېدل.

د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدی د بريد مسؤليت په غاړه اخيستی او ويلي يې دي چې عبدالجبار قهرمان يې له څو مهمو مشاورينو سره په يوه تکتيکي چاودنه کې وژلی او ۶ ساتونکي يې ټپیان کړي دي.

له هغې ورځې چې ټاکنيزې منډې ترړې پيل شوي دي دا لسم نوماند دی چې په چاودنو او بريدونو کې خپل ژوند له لاسه ورکوي.

avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غوربندي
میلمه
غوربندي

يره د جبان کمونست نجيب له پاڼسۍ وروسته می په کمونست جبار قهرمان زړه یخ شو

دغسی خبرونه ډېر کړی

اجمل پښتین
میلمه
اجمل پښتین

الحمدلله چې دا کمونیسټ هم مردار شو او دنجیب ګاؤ کمونسټ سره یوځای شو

آغا صحب چرخ
میلمه
آغا صحب چرخ

الحمد لله بسیار خوب کار شد
این قاتل هزاران مسلمان بود
بسیار مغرور و به کمونست بودنش فخر میکرد
کسی که این انفجار را انجام داده
از دور دستانش میبوسم