fbpx

عبدالجبار قهرمان؛ چې د وکالت تر څنګ يې جګړې ته ټټر وواهه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۵تلې، ۱۳۹۷ل): د ولسي جرګې غړی، راتلونکو ټاکنو ته نوماند او د وطن ګوند کمېټې مشر عبدالجبار قهرمان نن په یوه چاودنه کې ووژل شو.

هغه د خپل ټاکنیز کمپاین په اوږدو کې د هلمند په لښکرګاه کې ووژل شو، چې د هلمندي چارواکو په وینا چاودېدونکي توکي يې د ناستې په چوکۍ کې ځای پر ځای شوي و.

طالبانو د هغه د وژنې مسؤلیت منلی او ویلي يې دي، شپږ تنه نور ملګري يې هم ورسره یو ځای وژل شوي دي.

عبدالجبار قهرمان څوک دي؟

تورن جنرال عبدالجبار قهرمان د محمد حسن زوی، په ۱۳۳۷ لمریز کال د کندهار ولایت سپین بولدک ولسوالۍ کې نړۍ ته راغی، هغه د کابل له حربي ښوونځي په ۱۳۶۱ کال فارغ او په ۱۳۶۳ کال د کابل د حربي پوهنتون له ساینس څانګې فارغ شو.

قهرمان د ولسي جرګې په شپاړلسمه دوره کې د هلمند د خلکو استازی وټاکل شو او په دې جرګه کې يې د عرایضو او شکایتونو د اورېدو کمیسیون غړیتوب هم درلود.

هغه د کمونیستي اشغال پر وخت د خلق د غړیتوب تر څنګ، کندهار کې شاوخوا لس کاله د پوځ قومندان پاتې شوی دی او د روسي اشغال په ملاتړ يې د ملېشو مشري هم پر غاړه درلوده.

قهرمان د کمونیستي ټغر پر ورټولېدو د نورو په څېر له صحني وایستل شو، خو له امریکايي اشغال سره یو ځل بیا سیاسي میدان ته راووت.

هغه تېر کال «وطن ګوند» بیا فعال کړ، چې په پرانیسته کې يې دا د تېرو «کمونیستي دورې» د ارمانونو د پایښت سنګر وباله.

قهرمان په ۲۰۱۶م کال د ولسي جرګې له چوکۍ د هلمند جګړې ته وهوسید او په دې ولایت کې يې د ټولې جګړې اوپراتیفي مسؤلیت پر غاړه واخیست.

عبدالجبار قهرمان د دې مسؤلیت د اخیستو پر مهال ویل، امنیتي ځواکونه روحیه لري، همغږي لري، خو سمه رهبري نه لري، هغه په شرط ټینګار کاوه چې څو میاشتې کې به د هلمند وضعیت نورمال کړي.

نوموړي په جګړه کې د عملیاتو، ملکي تلفاتو او پوره زور وهلو سره سره د اربکیانو ځانګړې ډله رامنځته کړه، خو پخپله ناکام کابل ته را وګرځيد.

هغه چې په تلویزوني بحثونو کې هم ډېر لیدل کېده، په یوه بحث کې د هلمند د امنیتي ځواکونو له نه همغږۍ ګیله وکړه او په ډاګه يې کړه چې هلته زرګونه عسکر خیالي دي او د شته عسکرو تر منځ هیڅ ډول د مرستې او همکارۍ احساس نشته.

قهرمان، د «سنګوریانو» په نوم هلمند کې د اربکیانو تخم وکاره، چې تمویل او روزنه يې د ملي امنیت پر غاړه ده، چې ولس يې له چلنده پرلپسې شکایتونه کوي.

عبدالجبار قهرمان د ولسي جرګې راتلونکو ټاکنو ته نوماند و، په داسې حال کې د ټاکنو ورځې ته درې ورځې پاتې دي، هغه نن (چهارشنبه، ۲۵تلې) د خپلې تبلیغاتي غونډې پر وخت په چاودنه کې ووژل شو.

قهرمان د کمونیستي رژیم پر مهال پر ګڼو ملکي تلفاتو تورن بلل شوی، چې «د افغانستان همبستګۍ ګوند» يې په ۱۳۹۲ل کال پخپله رسمي ویبپاڼه د محاکمې غوښتنه وکړه.

avatar
5 د تبصرو شمېر
2 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
افغان
میلمه
افغان

په وطن مین اشخاص دISI دغلامانو له خوا په شهادت رسول کیژی عاملینو ته یی دالله سزاورکړی

ياسر
میلمه
ياسر

د شهادت نوم يو سپیڅلی نوم دي.
هر خاين ته د شهادت نوم كارول لويه جفاء ده!

ا

عبدالمالک همت
میلمه
عبدالمالک همت

شهادت له اسلامي ثقافت څخه راوتلې کلمه ده، د مسلمانانو ملکيت باله سي او هغه چا ته يې استعمالوي چي د خدای تعالی يا پر اسلامي اورشو باندي د تجاوزګرانو سره د جهاد په لار کي سر ورکړي.کمونيستان يا سيکولران او د نورو مذاهبو پيروان چي د خپلو معتقداتو په لار کي مري بايد د خپلو دغسي مړو لپاره خپله ځانګړې اصطلاح ولري. او که دوی له دغي ترمينالوژۍ څخه استفاده کوي دا يو ډول پور اخيستنه باله سي، چي د دوي پر فکري او ايډيو لوژيک افلاس دلالت کوي.

عبدالولی(فهیم)
میلمه
عبدالولی(فهیم)

الله پاک دی د پښتون ولس دښمنان هلاک او تباه کړی که هغه هر څوک وی که دا کار طالبانو کړی وی هم ډیر بد او نه بښونکی کار دی دا ډیر د غم نه ډکه خبر ده چی یو پښتون دومره بیغیرته او بیناموسه شی چی بل پښتون په داسی بیغیرتی ووژنی . که دا کار هرچا کړی وی دا داسی معنی ورکوی لکه چی خپله ښځه یی یو امریکایی او یا یو پنجابیته کرایه ورکړی وی . الله پاک دی خدای بښلی قهرمان صاحب ته جنت فردوس نصیب کړی او کورنی ته یی صبر جمیل ورکړی. یاالله ته… نور لوستل »

مجاهد
میلمه
مجاهد

د روسی کمونستانو غلامان د امریکایی سکورلیستانو کالی څټی شول هماغه امریکا ته چه به یی د امپریالیزم او امپریالیزم او جهان خوارو شعارونه زمزمه کول نن د هماغه غوښه چاړه اخوانیانو سره په یوه طویله او یوه اخور کی د امریکا او ناتو ناولتیا خوری . جبار تش په نامه قهرمان د نجیب ګاو په شان ځينی پرونی بی غیرته کمونستان له ځآنه سره ملګری کړی او هماغه د نجیب د وطن ګوند په نوم یی دعوی لرله جبار دجالی روسی او کمونستی جبلار قهرمان ته د نجیب ګاو په شان بلاخره د مظلوم اولس درنه څپیړه راورسیدله او… نور لوستل »

غلام حضرت
میلمه
غلام حضرت

بې انصاف ترین او جفا کار ترین او غیر عاقل ترین کسان هغه دی کوم چه د وروستئ پنځوس کلن تاریخ په اوږدو کی ئې یوازی او یوازی ISI ته د وطن او افغان د دښمن په سترګه کتلی دی.

pattang
میلمه
pattang

داحمقانو یو عادت دادی چې سترګې یې پټې او خوله یې خلاصه وي! افغانه! که افغانیت يو اتریبوت دناځیون په نامه او دادارې د اسانتیا لپاره وي نو خبره د خپله ! خو که افغان دافغانیت په نوم په کلاسیکه مانا وي نو په هغه افغان دې نالت شي چې اشغال مني دالر خوري او غلا کوي۰۰۰ خو چې ځان سپين کړي نو په نورو تهمت تړي ! په داسې حال کې دې د طالب د سپي بلا دې په هر افغان وګرزي چې اشغال مني او اشغال ته لارې جوړوي ! دمسلمان په کچه مړي ته احترام لرم خو… نور لوستل »