fbpx

د قهرمان وژل کیدل ټاکنیزو کاندیدانو ته څه پیغام لرلای شي؟!

نن ټکی اسیا – سرلیکنه:

د هلمند د دولتي چارواکو د وینا له مخې له هلمند ولایت څخه ولسي جرګې ته نوماند جبار قهرمان نن غرمه د نوموړي پر ټاکنیز دفتر د برید له کبله له خپلو ۶ تنو ساتونکو سره یوځای ووژل شو.

د ټاکنیزې پروسې له پیلیدو راهیسي فقید قهرمان لسم نوماند دی چې د انتخاباتي هلو ځلو پرمهال وژل کیږي او تر څنګ یې لسګونه پلویانو ته مرګ ژوبله اوړي.

سره له دې چې د قهرمان تر وژل کیدو دری ورځې وړاندې د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو ویاندویانو د ناټو ویاند تر نظارت لاندې ټاکنیزو نوماندانو او د هغوی رایه ورکوونکو ته اطمنان ورکړ چې ۵۰ زره دولتي سرتیري به ستاسي امنیت ساتي او د ټولو ټاکنیزو مرکزونه امنیت به ټینګوي.

خو اوس چې د ټاکنو تر پیل یوه اونۍ وړاندې د جبار په څیر مهم او له امنیتي نزاکتونو سره بلد قهرمان د دې پروسې قرباني کیږي ښايي دا کار د نورو نوماندانو لپاره یو د عبرت وړ پیغام له ځانه سره ولري.

دولتي چارواکي ښايي بیا هم ټاکنیزو نوماندانو ته دا د تیر ایستنې ډاډ ورکړي (( چې مونږ په یوه جګړه ییز وضعیت کې قرار لرو او په داسي وضعیت کې د یوه ، دوه ، دري …او لسو نوماندانو وژل کیدل عادي خبره ده ، مونږ باید حوصله له لاسه ور نه کړو او دا وژنې مو د دیموکراتیکو آرمانو د پلي کیدو په لاره کې باید خنډ ونه ګرځي … ))

خو واقعیت دا دی چې د قهرمان په څیر مهمې څیرې دغه ډول وژل کیدل د دې پروسې نورو نوماندان ته یو د خطر زنګ دی چې باید هغوی ورته متوجه شي.

ځکه قهرمان یوعادي نوماند نه ؛ بلکې هغه له کمونیستي کودتا را نیولې تر اوسه پوري د یوه مهم او مطرح پوځي شخصیت په توګه د هیواد په پوځي بهیر کې فعال رول درلودلی.

نوموړي په وروستیو کلونو کې د هلمند د اوپراتیفي مسؤل او د یاد ولایت لپاره د ارګ مشر غني د خاص استازي دنده ترسره کړې او اوس بالفعله د ولسي جرګې د برحاله غړي په توګه په هلمند کې د سنګوریانو په نوم د پوځي تشکیل حمایت له ځانه سره درلود.

دا چې ښاغلي قهرمان له دومره پوځي او اومنیتي مشخصاتو سره سره خپل ځان د طالبانو له کړي ګواښ څخه خوندي نه کړای شو نو نور عادي نوماندان چې نه د قهرمان په څیر پوځي قهرماني او نه هم د هغه په څیر دولتي سیکورټې لري څرنګه وکولای شي د وینو او باروتو له لوخړو څخه ځان د پارلمان احتمالي بریالیتوب ته ورسوي؟

avatar
2 د تبصرو شمېر
2 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
حاجی اتانچی
میلمه
حاجی اتانچی

زه نه ملا.نه مامور،نه پروفیسور،اونه مولوی.فقط ساده اتانچی یم.او په دا ښه پوهیږم چه د بل قتل کولو کی جنت نشته،او په دا هم پوهیږم چه جنت مالک الله ج دی،هیڅ څوک یی د جنت ویشلو .حق نه لری.الله ج.چه چاته وغواړی جنت به ورکوی،هیڅ بنده د الله ج ملکیت نشی چاته ورکولی،نو موږ مخکی د یو بد اعمال اجرا کولو څخه باید ښه فکر وکړو.او هر هغه څوک چه د حساب په ورځ ایمان لری،هغه به نه قتل وکړی او نه به بل چا ته اجازه ورکړی،سوله ته مخه کړی،سوله کی هر څه مو خوندی کیدای شی،دا تیرو قتلونو… نور لوستل »

asmat khan
میلمه
asmat khan

فسانوي کیسو درواغو لاپوښکنځلوبیایوبل قاتل اتل کړی جبارقهرمان وطندوست و هلکه څنګه وطندوست و چې زرګونه بیګناه خلګ یې ووژل جبار قهرمان خاین نه و هلکه چې خاین نه و بیایې داد ورور نظرماد دتیلوکاربار له کومه شو جبار خودپلاره دوه جریبه ځمکه هم نه لري نه یې کوم بل تجارت کړی دی خوټول عمر یې نظام کې تیر کړو ورور یې هم بل کار نه دی کړی بیادادومره غټ کاربار له کومه شو داچې ته نه یې په خبر داجلاخبره ده قهرمان بلډینګونه نه لري هوداد تایمني بنګله لکه چې د نیااونیکه څخه ورپاتې ده داچې د ورور په… نور لوستل »

جميل
میلمه
جميل

دا خلكو ته چي هر سومره پيغامونه أو اختارونه وركول شي ، دوي بيا هم د شيطان سره تر خپلي ميني أو محبت نه نه تيريژي. شيطان ددوي اعمال او دا دنيا ورته زينت كرى، په عيش و نوش يي اخته كري، خپل أو پردى، دوست او دشمن، كافر أو مسلمان نه پيژني أو حتى خپل خالق يي زني هير كرى. دوى كي داسي بي دينه كسان هم شته چي په جنت أو دوزخ هم ملندي وهي، حال داچي د جنتيانو او دوزخيانو صفات ، اعمال، گفتار او كردار واضح په قران كريم كي ليكل شوي. دمومنينو، كفارو أو منافقينو… نور لوستل »

حاجی اتانچی
میلمه
حاجی اتانچی

جمیل صاحب.یوه پوښتنه.کله چه موږ او تاسو قران لوستل شروع کوو،نو لومړی وایی چه.اعوذ بالله من الشیطن الرجیم.یعنی وایو چه یا الله تاته پناه دروړو، له ښړلی شیطان څخه.نو زما پوښتنه له تا څخه دا ده،چه تا ولی شیطان ته(انګریز لندن)ته پناه وروړلی؟کوم مجبوریت وه؟ته قران لولی خو عمل نه په کوی،په قران کی یی واضح دی چه ،ان لله علیم بذات الصدور.ته خو د دی جنرالانو په په سینه نه پوهیدی ؟ولی یی قتل روا بولی؟