
حكمت خليل كرزی له خپلې دندې استعفا وکړه
نن ټکی اسيا (چهارشنبه، ۲۵تلې، ۱۳۹۷ل): د ګډ حکومت د بهرنيو چارو وزارت سیاسي مرستيال حکمت خلیل کرزي د ګډ حکومت له مشرانو سره د نظري او سياسي اختلاف له امله له خپلې دندې استعفا کړې ده.
کرزي په خپل استعفا ليک کې ليکلي، چې له حکومت سره يې د سياسي او نظري اختلاف له امله له خپلې دندې د استعفا پرېکړه کړې ده.
هغه زياته کړې، چې سولې ته د رسېدو لپاره د خپل هېواد بهرني سياست کې د کاري ماموريت پر مهال د سيمه ييزو هېوادونو او نړۍ ترمنځ د متوازن سياست لپاره هڅې کړي او د سولې لپاره يې د دروازې موندلو هڅه کړې ده.
د حکمت خليل کرزي په وينا د ګډ حکومت له چارواکو سره يې د نظري اختلافاتو له امله د کار ساحه تنګه وه او نور نه غواړي، چې په داسې چاپېريال کې کار ته ادامه ورکړي.
ځينې سرچيې وايي، چې د حکمت کرزي د استعفا لامل راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو ته چمتووالی بلل شوی، خو نوموړي تر اوسه په خپله په دې اړه څه نه دي ويلي.
په دې وروستيو کې د ګډ حکومت د ملي امنيت شورا د مشر حنيف اتمر په ګډون ګڼو لوړپوړو چارواکو له خپلو دندو استعفاوې کړي او حکومت کې لا هم يو شمېر مهمې څوکۍ د سرپرستانو او يا هم د نوو بې تجربې چارواکو له لوري اداره کيږي.