fbpx

 «اماراتو يمن کې د علماوو او سياسي مخالفينو د وژنو لپاره امريکايي ملېشې ګومارلي»

نن ټکی اسيا (چهارشنبه، ۲۵تلې، ۱۳۹۷ل): د بزفيد په نوم خبري ويبپاڼې ليکلي، چې متحده عربي اماراتو په يمن کې د سياسي مخالفينو او علماوو د ترور لپاره د اسرائيلي شرکت تر مشرۍ لاندې امريکايي شخصي ملېشې ګومارلي دي.

بزفيد ويب پاڼه زياتوي، چې د اسرائيلي مجرم ابراهام غولان په مشر د امريکا «سپير اپريشن» شرکت په ۲۰۱۵ کال کې له اماراتو سره دغه تړون کړی او له مخې يې  امريکايي ملېشې په يمن کې د علماوو او سياسي مخالفينو وژنې او ترور پيل کړی دی.

غولان بزفيد ویب پاڼې ته ویلي، چې ده په يمن کې د وژنو او ترور د ډلو مشري کوله او هغه خلک يې په نښه کول، چې د اماراتو له لوري به دوی ته په ګوته کېدل.

بزفيد ويب پاڼې د امريکا له دوو پخوانيو سمندري ځواکونو سره مرکې کړي، چې له تقاعد وروسته په يو شخصي شرکت کې د اماراتو لپاره په يمن په وژنو بوخت دي.

د يادې ويب  پاڼې په وينا د اماراتو او امريکايي شرکت ترمنځ د وژنو او ترور دغه هوکړه د مياشتې په يو نيم ميليون امريکايي ډالرو شوې او سربېره پر دې امارات دغو ملېشو ته د وژنو هر ډول وسايل هم ورکوي.

همدارنګه د مطلوبو کسانو په اړه ټول معلومات هم دغو وژونکو ډلو ته د اماراتو له لوري ورکول کيږي.

د ترور لومړني عمليات

د ۲۰۱۵ د دسمبر په ۲۹مه د ياد امريکايي شرکت وژونکې ډلې د يمن ملي اصلاح ګوند قيادي غړی علي مايو په نښه کړ.

د وژونکې شخصي ملېشې مشر قومندان خپلو عسکرو ته امر  کړی و، چې په عدن ښار د فوټبال ميدان کې چاودېدونکي توکي ځای پر ځای کړي او دغلته راتلونکي ټول خلک بايد ووژل شي.

راپور زياتوي، چې امريکايي ملېشې د فوټ بال ياد لوبغالي ته له چاودېدونکو توکو سره ولاړل، خو هلته له رسېدو سره سم پر دوی ډزې وشوې او پلان يې ناکام شو.

د بزفيد په وينا علي مايو له دغه  پلانه خبر شو، خو په دې نه پوهېده، چې دا کار امريکايي ملېشې د اماراتو په لمسون کوي. په يمن کې د مجهولو وژونو لومړی پيل له دغه ځايه و، چې د ملي اصلاح ګوند ۲۴ قيادي مشران يې ووژل.

خو د نړيوالو چارو ډېری څارونکي په دې باور دي، چې د يمن ملي اصلاح ګوند ترهګره ډله نه ده، يوه غړي يې نوبل جایزه هم ګټلې، بلکې يو سياسي ګوند دی، چې له اماراتو سره پوځي ټکر نه لري، بلکې د اماراتو د ناروا کړنو د خپرولو له لارې ورسره مخالفت کوي.

دا معلومات په داسې حال کې خپاره شوي، چې د روان اکتوبر په دوهمه سعودي خبريال په استنبول کې د سعودي قونسلګرۍ ته له ورتلو وروسته نادرکه شوی او ويل کيږي، چې نوموړی د وژونکې بدمعاشې ډلې په لاس وژل شوی دی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د