fbpx

ميدان وردګ: په چاودنه کې ۷ سرتيري وژل شوي قومندان ټپي دي

نن ټکی اسيا (چهارشنبه، ۲۵تلې، ۱۳۹۷ل): د ميدان وردګ ولايت په چک ولسوالۍ کې د ملي اردو په موټر چاودنه شوې ده چې له امله يې يو قومندان ټپي شوی دی او ۷ سرتيري وژل شوي دي.

د چک ولسوالۍ چارواکي وايي چې دغه چاودنه نن غرمه مهال د ۲۰۳ تندر قول اردو د څلورمې پلې لوا قومندان بريد جنرال عبدالرزاق صافي په موټر وشوه چې په نتيجه کې يې نوموړی ټپي شوي او اووه تنه نور سرتيري وژل شوي دي.

د چک ولسوالۍ يوې امنيتي سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط رسنيو ته ويلي دي چې تيره شبه هم طالبانو ددې ولسوالۍ په درې امنيتي پوستو بريدونه وکړل چې په نتيجه کې يې درې پوستې طالبانو ونيولې او ټول تجهيزات يې له ځان سره يوړل.

سرچينې ويلي دي چې په پوستو بريدونو کې سرتيرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده خو د تلفاتو په اړه کره شمېرې نه لری.
د ميدان وردګ امنيه قومندانۍ وياند حکمت درانی په جنرال صافي بريد تائيدوي خو د نورې مرګ ژوبلې په اړه ناخبري ښيي.

طالبانو تر اوسه ددې بريدونو او چاودنې په اړه څه نه دي ويلي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د