fbpx

هوواوې؛ د سامسنګ او ایفون په مقابل کې نوي مبایلونه وړاندې کړل/ انځورونه

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۵ تلې، ۱۳۹۷ل): د چین هېواد ځیرک مبایلونو مشهور شرکت «هوواوې» د سامسنګ او ایفون په مقابله کې دوه نوي په زړه پورې ځیرک مبایلونه وړاندې کړل.

د سې شنبې په ورځ د اکتوبر په ۱۶مه د هوواوې مشهور شرکت په لندن ښار کې د یوه ستر کانفرانس له مخې «هوواوې میټ ۲۰ او هوواوې میټ ایکس» مبایلونو د نړیوالو پر وړاندې مخ کتنه وکړه.

دغه دوه ځیرک مبایلونه چې په کامرو کې یې له مصنوعي ځيرتیا څخه کار اخیستل شوی، د «هوواوې میټ ۲۰ لایټ او میټ ۲۰ پرو» نوې بڼې دي، چې بیه یې (۷۹۹ او ۸۴۹) یورو ایښودل شوی دی.

ځانګړتیاوې:

ددغه مبایلونو اړینې ځانګړتیاوې دادي چې پرمختللې کامره، د چارجینګ برخه او په بیترۍ کې داسې ځانګړتیاوې لري چې له دې وړاندې بل هیڅ مبایل نه دي وړاندې کړي.

لومړی: «هوواوې میټ ۲۰ ایکس» د ۷.۲۰ انچه ۱۰۸۰+۲۲۴۴ میګاپېکسله ریزولوشن سره د سوپر امولیډ ستره ډیسپلی لري، په دې کې د اوکټا کور «۹۸۰» پیاوړی پراسیسر ځای پر ځای شوی، ددې ترڅنګ «۶» جي بي ریم او د «۱۲۸» جي بي حافظه لري، چې د «۲۵۶» جي بي میموري کارت په واسطه لوړیدی هم شي.

دغه ځیرک مبایل د شا لخوا درې کامرې لري، چې یوه یې «۴۰» میګا پېکسله د پراخې زاویې سره، دویمه «۲۰» میګا پېکسله د اضافي پراخې زاویې سره او «۸» میګا پېکسله د «3x» زووم سره ده، چې تر څنګ یې د سیلفي یا مخ کامره «۲۴» میګا پېکسله ده.

ددغه مبایل په زړه پورې ځانګړتیا داده چې «۵۰۰۰» ملي امپیره نه ویستونکې بیترۍ لري، چټک چارجینګ او د انډرایډ «۹.۰» چلوونکی سیستم لري، لومړۍ بیه یې «۸۴۹» یورو ایښودل شوې ده.

دغه ټلېفون همدارنګه د دې وړتیا لري چې نور ټلېفونونه هم چارج کړي، د هواوې شرکت اجرايي مشر «ریچارډ یو» په دې اړه وویل: «ځينې وختونه ستاسو د ایفون مبایل چارج خلاصېږي، په داسې حال کې چې چارجر هم نه لرئ څه کولای شئ؟ هوواوې مبایل کولای شي چې له دغه ټلېفون سره خپل ایفون چارج کړئ».

د هواوې شرکت وايي چې له کیبل/مزي پرته د دغه ټلېفون (چارجر) کولای شي نور ګرځنده او ځيرک ټلېفونونه په نیم ساعت کې تر ۷۰ سلنې چارج کړي، دا لومړی وار دی چې یو مبایل دې بل مبایل چارج کړي او هغه هم له کیبل پرته.

د مبايل پوهان وایي چې په نړۍ کې يې په لومړي وار دغسې پياوړی مبایل لیدلی، چې شاید د ایفون او سامسنګ وروستي ټول مبایلونه شاته پریږدي، او له دوی سره سخته سیالي وکړي.

ددغه سیریز دویم مبایل «هوواوې میټ ۲۰» دی، چې د ۶.۵۳ انچه د ۱۰۸۰+۲۲۴۴ میګاپېکسله ریزولوشن سره د سوپر امولیډ ستره ډیسپلی لري، په دې کې د اوکټا کور «۹۸۰» پیاوړی پراسیسر ځای پر ځای شوی، ددې ترڅنګ «۶» جي بي ریم او د «۱۲۸» جي بي حافظه لري، چې د «۲۵۶» جي بي میموري کارت په واسطه لوړیدی هم شي.

دغه مبایل دې کامرې لري، چې یوه یې ۱۲، دویمه یې ۱۶ او درېیمه یې ۸ میګا پېکسله ده، همدا ډول د سیلفي کامره یې ۲۴ میګا پېکسله ده، همدا ډول د چټک چارجنګ تر څنګ د ۴۰۰۰ ملي امپیره نه ویستونکې بیترۍ لري، چې بیه یې ۷۹۹ یورو ایښودل شوې ده.

د هوواوې شرکت د یادو مبایلونو د وړاندې کولو پرمهال د سامسنګ نوټ ناین او د ایفون ایکس اس مکس مبایلونو سره پرتله وکړه چې په یادو مبایلونو کې د یو ساعت لوبې «ګیم» کولو نه وروسته ایفون او سامسنګ د هوواوې په پرتله زیات ګرمیږي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د