افغانستان

باګرام: په امريکايي عسکرو سرتيری بريد شوی

نن ټکی اسيا (چهارشنبه، ۲۵تلې، ۱۳۹۷ل): د پروان ولايت باګرام ولسوالۍ کې د امريکايي ځواکونو د موټرو په کاروان سرتيری بريد شوی دی.

د پروان ولایت د باګرام ولسوالي په شين زي سيمه کې د امريکايي عسکرو د موټرو په کاروان بريد شوی دی چې له امله يې امريکايي عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دغه بريد نن مازيګر شاوخوا څلور بجې د امريکايي عسکرو په کاروان هغه مهال ترسر شو چې دوی د باګرام ولسوالۍ د شين زي سيمې په سه دوکانه کې په ګزمه بوخت و.

طالبانو د بريد مسؤليت منلی او په يوه لنډ خبر کې يې ويلي دي چې په دغه بريد کې يې امريکايي ځواکونو ته ځاني او مالي تلفات اړولي دي خو کره شميره يې نه ده په ډاګه کړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x