نړۍ

د جمال خاشقجي وژنه او پر سيمه‌ييز سياست يې اغېز؟

نن ټکی اسيا (پنجشنبه، ۲۶تلې، ۱۳۹۷ل):د روان اکتوبر په دوهمه واشنګټن پوسټ ورځپاڼې لپاره د سعودي کالم ليکونکی خبریال په استنبول کې د سعودي قونسلګرۍ ته تللی و، چې تر اوسه يې د مرګ او ژوند کيسه ګونګه ده.

د خاشقجي په قضيه کې د ترکيې د او سعودي ډيپلوماټانو سربېره د سيمې او نړۍ هېوادونو خپل دريځونه روښانه کړي، چې له امله يې د سيمې پر سياست هم اغېز شوی دی. په سيمه کې د تېلو صادارات، پر ایران د اقتصادي بنديزونو سربېره يو شمېر نورې موضوګانې هم راپورته شوي دي.

نيويارک ټايمز، واشنګټن پوسټ، سي ان ان او  نورې امريکايي رسنۍ وايي، چې د خاشقجي په قضيه کې د ملامتيا ګوته د سعودي ځوان وليعهد محمد بن سلمان ته نيول کيږي. د هغه په اړه ويل کيږي، چې د هېواد اقتصادي، سياسي او ټولنيزې چارې يې په خپل واک کې اخيستي او د سعودي لپاره د نوي لرليد لپاره کار کوي.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د سعودي پاچا سلمان بن عبدالعزيز له خولې ويلي، چې هغه د خاشقجي له قضيې ناخبره دی.

د سلمان زوی او وليعهد په څرګند سياست پېژندل شوی، چې تر ډېره خپلې خبرې نه پټوي. منځني ختيځ لپاره د امريکايي ولسمشر له استازي او زوم جاريد کوشنر سره نږدې اړيکې او د فلسطین د قضيې په اړه، چې د اسراييلو په ملاتړ کوم دريځ لري، محمد بن سلمان يې ټينګ ملاتړی دی.

پاچا سلمان، چې په ۲۰۱۷ کال کېط خپل وراره محمد بن نايف له دندې ګوښه او پر ځای يې خپل زوی وليعهد وټاکه، له هغه وخته محمد بن سلمان د سعودي رښتينی واکمن بلل کیږي، د سعودي په کورنۍ او بهرنۍ تګلارې کې څرګند بدلون راغلی او له امريکا سره د اړيکو لپاره يې پخواني لګښتونه دوه برابره زيات کړي دي.

د بهرنۍ تګلارې له مخې بن سلمان وويل، چې د سعودي او ایران جګړه به تر تهرانه ورسوي، د لبنان لومړی وزير سعد حریري يې څو ورځې په رياض کې یرغمل کړی و، څو ورځې وړاندې يې د يمن پر يوه ښوونځي امريکايي بم ورغورځاو.د دې ورته نورو کړنو له امله سعودي د هېڅ ډول وېرې ښکار نه دی.

خو د اکتوبر له دوهمې، چې استنبول کې د سعودي له قونسلګرۍ جمال خاشقجي ورک شوی، په نړيواله کچه يو بحران رامنځته شوی، چې  له امله يې له سعودي زيات د ټرمپ اداره اندېښمنه ده.

امريکايي رسنيو له پيله د خاشقجي د وژل کېدو راپورونه ورکړي، ټرمپ په لومړيو ورځو کې د سعودي پر ضد توندې څرګندونې کولې او ګواښ يې کړی و، که په دې موضوع کې د سعودي لاس ثابت شي، سخته سزا به ورکړي، خو اوس يې دريځ بدلون راغلی او وايي، چې د خاشقجي په وژنه کې د سعودي چارواکو لاس نه بريښي.

ټرمپ وايي، چې روان وخت کې د امريکا منځمهالې ټاکنې او د ایران د تېلو د صادراتو موضع ډېره اړينه ده.

په داسې حال کې، چې د جمال خاشقجي موضوع د ترکيې  او سعودي سربېره امريکا او نړيوالې ټولنې هم دومره اړينه ده، خو ټرمپ بيا هم وايي، چې د سيمې د ټولو شيطاني کړيو محور ایران دی.

د خاشقجي په قضيه کې جمهوري پلوه هم سره ويشلي ښکاري. ځينې يې وايي، چې د دوی لپاره منځمهالې ټاکنې د ستونزو لامل دي او بايد خپله ټوله توجه دېخوا ته واړوي. په دې اړه د ولسمشر ټرمپ له لوري د سعودي شاهي کورنۍ سره د سوداګريزو اړيکو يادونه هم کيږي، خو هغه له روسيې وروسته اوس په سعودي کې هم د خپلې سوداګرۍ خبرونه رد کړي.

د عربي چارو کارپوهان خبريالان وايي، چې د خاشقجي په قضيه کې امريکا لپاره د سعودي او ترکيې د اړيکو رغول اړين ښکاري او په نورو قضيو کې ورته تر ټولو اړين د ایران د تېلو پر صاداراتو د بنديزونو لګول او پر متبادل يې فکر کول ورته اړين دي.

ټرمپ په دې باور دی، چې د ایران پر تېلو بنديزونه ولګوي او په مقابل کې يې سعودي د خپلو تېلو صادرات دوه برابره زيات کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x