افغانستان

طالبان: عالمان او قومي مخور دې د ټاکنو په مخنیوي کې خپل رول نه هېروي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۶تلې، ۱۳۹۷ل): طالبانو په رسمي اعلامیه کې د هېواد پر علماوو او قومي مخورو غږ کړی چې د ټاکنو پر وړاندې دې بې غوره نه پاتې کېږي.

د اعلامیې له مخې دیني علماء باید خلکو ته دا په ډاګه کړې چې ټاکنو کې ګډون ګناه او جرم دی.

«دغه راز باید عام اولسونه آګاه کړل شي چې په انتخاباتو کې شرکت ځکه ګناه او جرم دی چې په دې سره د اشغالګرو یوه خطرناکه دسیسه بریالۍ کیږي او هغوی د اشغال تداوم ته تشویقیږي.»

په اعلامیه کې چې د طالبانو د بلنیز کمیسیون له لوري خپره شوې راغلي، چې قومي مخور، جهادي مشران، د مساجدو امامان او عالمان باید تر خپله وسه د دې پروسې مخنیوی وکړي.

«د افغانستان اسلامي امارت د دعوت او ارشاد کمیسیون د افغانستان په ټولو ښارونو، کلیو او ښارونو ته نږدې سیمو کې په علماء کرامو، د مساجدو په خطیبانو او امامانو همدا راز په قومي مشرانو، جهادي مخورو، سپین ږیرو او د نفوذ خاوندانو باندې غږ کوي، چې د اشغالګرو د دې دسیسې په وړاندې په کلکه ودریږي. هغوی ته په خپلو سیمو کې د هیڅ راز فعالیت لکه تبلیغاتي کمپاین یا ټاکنیز مرکز جوړولو اجازه ورنه کړي.»

د طالبانو د ښوونیزو چارو کمیسیون تر دې وړاندې په یوه اعلامیه کې د تعلیمي ادارو پر مسؤلینو غږ کړی و، چې خپلې ادارې او ودانۍ دې د ټاکنیزو مرکزونو په توګه حکومت ته په واک کې نه ورکوي.

تر هغه وړاندې د طالبانو نظامي کمیسیون یو ګواښ لیک کې پر ټول ولس غږی کړی و، چې د ټاکنو په نوم د «امریکايي پروژې» له مرکزونو دې لرې واوسي.

د بلنیز کمیسیون د اعلامیې په پای کې هم ټینګار شوی، چې ټاکنې اسلامي او افغاني ماهیت نه لري «بلکې د اشغال د تداوم، په پوځي یرغل د پردې اچولو او د عامه اذهانو د تیر ایستلو یوه پردۍ دسیسه ده، چې د کفري اشغالګرو لخوا تمویلیږي او نهایي نتیجه یې هم د هغوی په واک کې ده.»

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
لونګ

دی سره مو پښتون قوم نور هم###ته برابر کړ. آینده پارلمان که به ټول ایران پلوه او د شمالی ټلوالی کسان وي. طالبان په خپل غیر اسلامی سیاست سره د اسلام په توره د اسلام زپل او د پښتون قوم له منځه وړلو ته د آی اس آی لخوا موظف شوی دي. خو را دسی که په حقه په ملت کی ځای لری دا انتخابات دی دوی په خپله د ځان کړی.

لونګ

دا ټول مریضان دی او خوب یی وړي څنګه دوی ته عالمان و مخور وایی؟

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x