
دویم تعقیب؛ پروان کې سرتېري برید شپږ امریکایان وژلي
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۶تلې، ۱۳۹۷ل): د پروان په بګرام کې پر امریکایانو سرتېري برید شپږ امریکایان وژلي او څلور نور يې ټپیان کړي دي.
تېر ماښام مهال د بګرام ولسوالۍ په سهدوکانه سیمه کې پر امریکایانو موټر بم برید وشو، چې مسؤلیت يې طالبانو ومانه.
طالبانو په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، طالب سرتېري حافظ محمد بلال چې د کاپیسا د نجراب اوسېدونکی و، پر امریکایانو موټر بم برید وکړ.
خبرپاڼه لیکي: «د کره ترلاسه شویو معلوماتو په اساس په دغه اتلوال بریدکې ۱ زغره وال ټانګ په ټولیزه توګه ویجاړ، ۶ تنه امریکایي اشغالګر عسکر ووژل شول، ۴ نور ټپیان دي.»
د پروان امنیتي چارواکو هم د برید پخلی کړی، امنیه قومندان محمد محفوظ ولیزاده وايي برید تېر ماشام مهال وشو، هغه دعوه کوي چې ټانګ زیانمن شوی، خو پکې سپاره کسان ژوبل شوي هم نه دي.
تر اوسه دلته مېشتو امریکایانو د پېښې په اړه څه نه دي ویلي.