نړۍ

کريميا کې ۲۰ محصلين او د پوهنتون مامورين وژل شوي

نن ټکی اسيا (شنبه، ۲۶تلې، ۱۳۹۷ل): روسيې پورې تړلې کريميا ټاپو وزمه سيمه کې د پوهنتون يو محصل پر نورو محصلينو د لاسي بم برید او ډزې کړي، چې په پایله کې يې د پوهنتون د کارکوونکو په شمول شل محصلان وژل شوي او وروسته بریدګر محصل هم ځان وژلی دی.

روسي چارواکي وايي، دا پېښه تېره ورځ چهارشنبه په کريچ ښار کې د پوليتخنيک په پوهنتون کې رامنځته شوې، چې د شلو مړو سربېره يې پنځوس تنه نور ټپيان کړي هم دي.

روسي رسنيو ويلي، د پېښې په اړه لومړني راپورونه داسې ورکول شوي وو، چې چاودنه د ګاز له امله شوې، خو وروسته روښانه شوه، چې يوه اتلس کلن محصل له ځان سره لاسي بمونه او وسله راوړې وه، چې له چاودنې وروسته يې پوهنتون کې پر شته محصلانو ډزې وکړې او وروسته يې خپل ځان هم وواژه.

 د روسيې د کورنيو چارو وزارت ويلي، چې بريد له ترهګرۍ سره تړاو نه لري، بلکې يوازې وژونکی برید و او په اړه يې نورې پلټنې روانې دي.

د روسيې ولسمشر په دې پېښه خواشيني ښوولې او مرستندويه ادارو ته يې سپارښتنه کړې، چې د پېښې له قربانيانو سره بېړنۍ طبي او بشري مرستې وکړي.

کريميا ټاپو وزمه سیمه د اوکراين خاوره وه، خو له تېرو څو کلونو راهيسې په کې د بيلتونپالو له لوري لاريونونه او مظاهرې پيل شوې وې، چې بالاخره په ۲۰۱۴ کال کې له روسيې سره يو ځای شوه.

د روسيې له لوري د کريميا ټاپووزمه سيمې له لاندې کولو وروسته د امريکا او روسيې اړيکې نورې هم ترينګلې شوې او پر روسيې يې اقتصادي بنديزونه ولګول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x