افغانستان

سپنتا: د «تروریزم» پر ضد نړیواله «اجماع» له منځه تللې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۶تلې، ۱۳۹۷ل): د ملي امنیت شورا پخوانی سلاکار ډاکټر رنګین دادفر سپنتا وايي د «تروریزم» پر ضد په افغانستان کې د نړیوالو جوړه شوې «اجماع» له منځه تللې.

هغه چې پرون (چهارشنبه، ۲۵تلې) د سولې شورا له لوري برابره شوې ناسته کې خبرې کولې وویل د طالبانو او سیمې د هېوادونو تر منځ اړیکي او د امریکا او طالبانو تر منځ مخامخ خبرې دا په ډاګه کوي چې دلته د «تروریزم» پر ضد را ټول شوي غړي سره پاشل شوي دي.

هغه چې د افغان ولس پر ضد د نړیوالو جګړه مارو ائتلاف د «تروریزم پر ضد اجماع» بولي، د له منځه تلو لپاره يې څو دلایل وړاندې کړل.

سپنتا د خپلو خبرو د دلیل په ډول دا یادونه هم وکړه چې د امریکا او طالبانو تر منځ خبرو کې د افغانستان حکومت اصلاً شریک نه دی.

هغه د روسي یرغل پر وخت جینوا خبرو ته په اشارې وویل چې هلته د وخت حکومت شریک و، خو اوس پرې خبر هم نه دی.

سپنتا وویل، روس له طالبانو سره خبرې کوي، ایران له طالبانو سره خبرې کوي، چین او نور حساب پرې کوي، امریکا ورسره مخاخ په خبرو بوخته ده، په وینا يې دا په ډاګه کوي چې اوس نړیواله ټولنه پر پخواني دریځ نه ده پاتې.

هغه حکومت پر دې هم ملامت کړ، چې د سولې غونډې کوي، تبلیغات کوي خو پر دې سربېره «زهرجنه ژبه کاروي.»

د حامد کرزي د واکمنۍ او اوسني حکومت ځينې څېرې وروسته له هغه د سولې اړوند خبرو کې پرلپسې څرګندونې کوي، چې د زلمي خلیلزاد او طالبانو تر منځ خبرې وشوې.

طالبانو په خپره کړې اعلامیه کې د زلمي خلیلزاد او خپلو استازیو تر منځ د خبرو تایید وکړ، یادونه يې کړې وه چې دا ډول خبرې اترې به دوام پیدا کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

سه حال و، سه لگه درگه وه. د زماني فرعون اعلان وكى: يابه زما سره ياست يا زما پر خلاف، توله دنيا كي داسي نر نشو پيدا چي ورته ووايي چي زه دي نه منم . يوازي يو سو بي كسه أو بي وسه افغانان چي توكل يي يوازي پر الله(ج) او باور يي پر خپل غيرتي ملت و ورته وويل چي زور دي وهه ندي منو ، مونژ يوازي د الله(ج) بندگي كرى او كوويي، فرعونيان زمونژ په دين كي د قبوليدو ندي . فرعونيان دومره غرور اخيستي وه چي ويل يي دا توله وژنى أو بنديانوى يي .… نور لوستل »

Karwan

جميل وروره، دالله ج نصرت د په تا او د نړي په ټولو مظلومو مسلمانو ولسونو باندي وي. ښايسته شعر د په ژړاکړم. زه دخپل ولس نه ډير لري يم او هر ظلم چه پر هغوي کيږي، ما ډير ځوروي. وروره ژوندي او کامياب اوسي. په ډيره درناوي. کاروان

pattang

منافقه په المان کې پخوانی شعله یې او لنډغر وي په لوچکي د احمقانو او جاسوسانوډلې ته لاړې او د جهلي تروریزم په نامه له نورو سره يوځای شوي او ډوډۍ پرې پیدا کوې نور نو ته کوم لیاقت او مسلک لرې !! تف تف شینکیه !

غلام حضرت

سلام علیکم. اصلاً د سامریّ د بچانو لومړی هدف دا ؤ چه د نړیوالو څخه د [ تروریزم] د تعریف په تثبیت کی لیاره ورکه کی یعنی نړیوال دېته پرې نه ښودل شوه چه د [ تروریزم] د صحیح او جامع تعریف په وړاندی یو مشترک مخرج تر لاسه کی بناً کله چه یو څیز صحیح تعریف نه شی نو نتیجه ئې طبعاً دا ډول ګونګه او مبهمه او پېچلې را وځی. دا اوس ګړي هم نړیوال د تروریزم پر سر یو واحد نظر نلری، هر فرعونی او قارونی او هامانی قدرت [ تروریزم] له خپلو عینکو له لیاری وینی… نور لوستل »

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx