افغانستان

ټاکنیزه پروسه کې تر اوسه ۵۰۶ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۶تلې، ۱۳۹۷ل): ټاکنیزه پروسه چې ولس، سیاسي ګوندونه او ګڼې سیاسي څېرې يې پر شفافیت باور له لاسه ورکړی، خو یوازې ټاکنیزو منډو ترړو کې يې ۵۰۶ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د ټاکنو کمیسیون د تلې په شپږمه د ۲۵۰۰ تنه نوماندانو لپاره د ټاکنیزو تبلیغاتو د پیل ورځ اعلان کړه، چې د تېرې شپې تر دوولسو بجو يې دوام وکړ.

پژواک یوازې د خپلو راپورونو پر اساس ویلي، چې د ټاکنیز پروسې له پیله ټول‌ټال ۴۹ بریدونه شوي دي، چې پکې د نهو نوماندانو په ګډون ۱۸۶ کسان وژل شوي او د درېیو نورو نوماندانو په ګډون ۳۲۰ تنه ټپیان شوي دي.

سرچینه لیکي، د ټاکنیزو تبلیغاتو په ۲۰ ورځو کې ټول ۳۰ بریدونه شوي، چې ۱۲۹ کسان پکې وژل شوي او ۱۹۴ نور ټپیان شوي دي.

دا په داسې حال کې دی چې د ټاکنیزې پروسې په اړه بېلابېلو سروې ګانو ښوودلې چې په دومره قربانیو نه ارزي.

دادرس مدني ټولنې یوازې په کابل کې د کړې سروې له مخې وویل، چې ۶۰ سلنه خلک پر ټاکنو باور نه لري او ۴۰ سلنه نور اندېښمن دي.

څو ورځې وړاندې یوې بلې ټولنې د نوماندانو په اړه خپره کړې سروې کې وویل، چې ۶۰ سلنه نوماندان پخپلو مسؤلیتونو نه پوهېږي او ۴۰ سلنه نور د خپلو شخصي ګټو لپاره نوماندان شوي دي.

په ورته وخت کې د سیاسي ګوندونو له ډلې د حزب اسلامي – حکمتیار؛ مشر انجینر ګلبدین حکمتیار اعتراف وکړ چې د ټاکنو بریالي او ناکام کسان د بهرنیو هېوادونو د سفارتونو په لاس کې دي.

په ټاکنیزو تبلیغاتو کې وروستۍ پېښه پرون په هلمند کې وه، چې د ولسي جرګې غړی او راتلونکو ټاکنو ته نوماند عبدالجبار قهرمان پکې ووژل شو، چې مسؤلیت يې طالبانو پر غاړه واخیست.

پوځي شنونکي باوري دي چې افغان عسکر د ټاکنيزې پروسې او د ټاکنو پر ورځ امنیت نه شي ساتلی.

د پوځي چارو شنونکی عتیق الله امرخېل وايي، چارواکي وايي چې د دې ورځې د خوندیتوب لپاره يې تر ۵۰زره ډېر عسکر ګمارلي، د ده په وینا په ۲۰زره عسکرو هم امنیت ټینګېدلی شي خو چې «ملي احساس» ولري.

په وینا يې زموږ پوځ هم د نور ټول حکومت په څېر وېشل شوی دی.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

كه كوم نابلده ودي شارو ته ورشى أو دا په پيخر عكسونه ووينى نو حتماً به وايي چي دا د بت پرستانو شار دى .

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close