افغانستان

حامد کرزي هم د سولې له وروستیو هڅو هرکلی کړی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۶تلې، ۱۳۹۷ل): پخواني ولسمشر حامد کرزي د امریکا او طالبانو تر منځ د مخامخ خبرو په تړاو خوشبیني ښوودلې ده.

هغه چې د روسې په سوچي ښار کې د «والدای» کنفرانس ته خبرې کولې، وویل د افغانستان سوله په ټوله سیمه کې سوله ده.

کرزي وویل امریکا د سیمو له هېوادونو په تېره بیا روسيې او چين سره پر ځينو پروګرامونو بوخته ده او په وینا يې ډېر ژر به پایله ورکړي.

حامد کرزي وروسته له هغه دا څرګندونې کړې چې له طالب استازیو سره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد خبرې وکړې.

دا په تېرو څو میاشتو کې د امریکايي چارواکو دویم ځل مخامخ خبرې دي، چې ځينې سیاستوال يې اندېښمن کړي هم دي.

د ملي امنیت شورا پخوانی سلاکار چې د حامد کرزي د ډلې کس بلل کېږي، ډاکټر رنګین دادفر سپنتا په تازه څرګندونو کې ويلي، د طالبانو او امریکا مخامخ خبرې ښيي چې د طالبانو پر ضد نړیواله مبارزه په ګونډو شوې ده.

په ورته وخت کې د سولې شورا د زلمي خلیلزاد هڅې ښې بولي او زیاتوي چې دوی یو با صلاحیته پلاوی ورته ټاکي.

زلمي خلیلزاد کابل کې له حکومت سره خبرو کې وویل، چې باید با صلاحیته او ټول شموله پلاوی ورته ورټاکي.

طالبانو هم له زلمي خلیلزاد سره د خبرو پخلی وکړ او ويې ویل چې دواړو لوریو د داسې ناستو پر دوام ټینګار کړی دی.

تر دې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې الیس ویلز هم له طالبانو سره مخامخ خبرې کړې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

دا هغه كشكان( لاشتكان) دي چي هري لوري ته كش وركوي، الا د الله(ج) ولوري ته .
طالبان بايد ددوى په خبرو تير نوزي أو نه هم دامريكا په خبرو اعتماد وكي ، امريكايان نن يو سه وايي صبا بل سه، د بهرنيو وزير يوسه وايي أو ددفاع وزير بل سه، دجمهور ريس خبري أو قول خو يي هيس اعتبار نلرى.
تر سوچي توله امريكايان نوي وتلي اوربند دي نه ورسره كوي بلكي نور دي هم خپلو حملو ته شدت وركي، كنه نو خداى نخواسته د مجاهدو مورال أو جنگي عزم به يي صدمه وويني.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x