د دیرش ملیونه کاروونکو معلوماتو غلا، پر فیسبوک د ملیاردونو ډالرو جریمې امکان دی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۶ تلې، ۱۳۹۷ل): د ټولنیزو رسنیو مشهوره پاڼه فیسبوک څخه په اروپا کې د ۳۰ ملیونه کاروونکو معلوماتو غلا کېدلو کشف کولو نه وروسته پر فیسبوک د ملیاردونو ډالرو جریمې امکان ښودلی دی.

د ایرلینډ د معلوماتو ساتنې کیمټې په وینا، چې په اروپا کې د ټولنیزو شبکې د ځینې غلطې پالیسۍ له کبله د دیرش ملیونه کاروونکو معلومات غلا شوي دي، چې د اروپا د نویو قوانینو سرغړونو یې کړې.

له دې وړاندې څرګنده شوې وه چې پر فیسبوک پاڼه د سائبر هیکرانو لخوا برید شوی و، او ټولټال له ۵ ملیونو څخه زیاتو کاروونکو معلومات غلا شوي او تر ۹۰ ملیونو نور هم له یاد ګواښ سره مخ وو، خو تېره اوونۍ فیسبوک په خپل نوي ورکړل شوي بیان کې اعتراف کړی و چې هیکرانو ددوی تر دریرش ملیونه پورې د کاروونکو معلومات غلا کړي دي.

فیسبوک په خپل بیان کې زیاته کړې چې هیکرانو د کاروونکو نوم، د زوکړې نېټه، اوسېدو ځای، د کار کولو ځای، بریښنا لیک، اړیکې شمېره او داسې نور معلومات غلا کړي دي.

د اروپا هېواد انتظامیې د روان کال په مۍ میاشت کې د فیسبوک په اړه نوی قانون وړاندې کړی و، چې پر هغې د عمل کولو په صورت کې پر فیسبوک اوس د ملیاردونو ډالرو جریمې امکان دی، ځکه چې د قانون له مخې باید په داسې حال کې به کمپنۍ د معلوماتو ساتنې کمیټې ته په ۷۲ ساعتونو کې دننه خبر ورکوي چې فیسبوک په دغه کړنه کې پاتې راغلی او اوس به د ملیاردونو ډالرو له جریمې سره مخ کیږي.

د یادونې ده چې فیسبوک د سپتمبر میاشتې په ۲۵مه نېټه خبر ورکړی و چې دوی په خوندیتوب برخه کې ستونزې موندلي او تر ۵۰ ملیونه د کاروونکو اکاونټونه اغیزمن شوي دي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د