د سکول مخته په یوه چاودنه کې دوه مړه او 15 ژوبل شوي دي

blast_pakistanنن ټکی آسیا: د پاکستان د پيښور ښار کې د یو سکول مخته نن ورځ یوه چاوندنه شوي.. چې په پایله کې یې 2 نفره وژل شوي او 15 نور ژوبل شوي دي.

یو امنیتي مسول وویل چې دغه چاودنه په یو ریموټی بم تر سره شوي چې د خره په ریړي کی ځای پر ځای شوی وو، او کله چې

د سکول مخ ته را ورسیدی نو بم پټاو سو چې په پایله کې یې دوه کسه مړه او 15 ژوبل شوي، په ژوبلو کې 7 د سکول شاګردان دي.

چاودني سکول او شاوخوا کورونو او دکانو ته تاوان رسولی.

تیره هفته هم د یو سکول مخته چاودنه شوي وه چې په پایله کې یې دوه د سکول استاذان مړه او 5 کسان نور ژوبل شوي وه.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.